برتانوي ځواکونه د افغانستان په هلمند ولایت کې. کرېډېټ: رویترز
برتانوي ځواکونه د افغانستان په هلمند ولایت کې. کرېډېټ: رویترز

د برتانیا حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې لسګونه هغه افغان ژباړونکي دغه هیواد کې د مېشت کېدو حق ترلاسه کوي چې له برتانوي ځواکونو سره یې د ژباړن په توګه کار کړی دی.

تمه ده چې د دې پرېکړې له مخې نږدې ۱۰۰ ژباړونکي له خپلو کورنیو سره برتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ترلاسه کړي. که څه هم د افغان ژباړونکو مدافع ډلو د برتانیا حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو دوی وایي چې د دغو کسانو شمېر باید ډېر شي.

د برتانیا د دفاع وزیر بن والاس او د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل تېره شنبه نورفوک سیمه کې د پوځ یوه روزنیر مرکز لیدنې په ترڅ کې دا پرېکړه اعلان کړه.

د نوې پرېکړې له مخې هغه افغانان چې د ۲۰۰۶ د مۍ میاشتې د ۲۰۱۴ تر ډسمبر پورې یې د ۱۸ میاشتو لپاره له برتانوي ځواکونو سره لومړي کرښه کې کار کړی، خو بیا یې استعفا ورکړې، برتانیا ته د مېشت کېدو اجازه لري.

خو هغه ژباړونکي چې له افغانستانه تښتېدلي او یا له برتانوي ځواکونو سره یې له ۱۸ میاشتې لږ کار کړی وي برتانیا ته د مېشت کېدو غوښتنه نه شي کولی. 

تر دې دمخه یوازې هغو افغان ژباړونکو ته دا اجازه ورکول کېدله چې په لومړۍ کرښه کې یې له برتانوي ځواکونو سره تر یوه کاله پورې دنده درلوده، خو بیا له کاره ګوښه کړل شوي وو.  

په ورته مهال د ژباړونکو ژوند مهم دی په نامه کمپاینیزې ډلې د دې پرېکړې هرکلی کړی خو زیاته یې کړې چې دا کافي نه ده. یادې ډلې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې برتانیا د ژباړونکو یوه لویه برخه یوازې پرېږدي.


د روانې میاشتې په پیل کې دغې ډلې د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د کورنیو چارو وزیرې او دفاع وزیر ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو چې ټولو ژباړونکو ته باید پناه ورکړي.

لیک کې راغلي وو: «موږ د مرګ ګواښونه ترلاسه کوو، کورنۍ مو [د بریدونو] هدف دي، څوک موږ په کار نه ګوماري... موږ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یو...»

د برتانیا د ولسي جرګې د یو راپور (۲۰۱۸) له مخې برتانوي ځواکونو افغانستان کې ټولټال ۷۰۰۰ افغانان وګړي په کار ګومارلي وو چې نیمه یې برخه یې ژباړونکي وو.

د برتانیا د دفاع وزارت په حواله له ۲۰۱۳ راهیسې د دغو کسانو له ډلې څخه یوازې ۴۵۰ افغان ژباړونکي له خپلو کورنیو سره دغه هیواد ته انتقال شوي دي. 

د ولسي جرګې په راپور کې دا هم راغلي وو چې برتانیا د ژباړونکو د ژوند د ژغورلو په برخه کې «ناکامه» شوې ده او اوس دغه کسان د طالبانو له خوا ګواښونو سره مخ دي. 

 

نورې ليکنې