د دغو مهاجرو په ډله کې یوه ښخه او اته ماشومان هم دي. کرېډېټ: سي ای
د دغو مهاجرو په ډله کې یوه ښخه او اته ماشومان هم دي. کرېډېټ: سي ای

ژغورونکې کښتۍ الان کردي تېره شنبه د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۱۱۴ مهاجر ژغورلي دي. د سي ای سازمان مشر ګوردېن ایسلر وایي چې دغو مهاجرو د لیبیایي ملېشو له خوا د نیول کېدو له وېرې چارواکو ته د خپل وضعیت په اړه اطلاع نه وه ورکړې.

جرمني سازمان سي ای چې د الان کردي کښتۍ مسولیت په غاړه لري وایي د سپټمبر پر ۱۹مه یې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۱۱۴ مهاجر ژغورلي دي.

سي ای په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی لومړی ۹۰ مهاجر ژِغورلي چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول او بیا په یوه کب نیوونکې بېړۍ کې سپاره ۲۴ تنه نور ژغورلي دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د ژغورل شویو په ډله کې یوه مېندواره ښځه او ۸ ماشومان هم دي.


سي ای چې مدیترانه کې یې د څو کښتیو له لارې د مهاجرو د ژغورلو ماموریت ترسره کوي تر اوسه د دغو کسانو د ښکته کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د سي ای سازمان مشر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یادو مهاجرو د لېبیایي ملېشو له خوا د نیول کېدو له وېرې چارواکو ته د خپل خراب وضعیت په اړه اطلاع نه وه ورکړې.

هغه دا هم ویلي چې که چېرې مهاجر سمندر کې ونیول شي لیبیایي چارواکو ته سپارل کېږي. لیبیایي ځواکونه بیا دغه کسان توقیف خونې ته انتقالوي.

په ورته مهال د سي ای د عملیاتو مشر یان رېبک د دغو مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه بللی او زیاته یې کړې چې دوی اوس یوه جرمني کښتۍ کې سپاره دي او له دوی سره د انسانانو په شان چلند کېږي.

ډېری مهاجر چې په لیبیا او تونس کې دي اروپا ته د راتلو په هیله له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅې کوي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ او جولای میاشتو په منځ کې د تېر کال د همدې مودې پرتله له لیبیا څخه اروپا ته د را تلونکو مهاجرو په شمېر کې ۹۱ سلنه او له تونس څخه بیا ۴۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې سږ کال تر ۳۰۰ ډېر مهاجر مدیترانه کې مړه شوي دي.  

 

نورې ليکنې