یوناني چارواکي وایي چې پرون یکشنبه د شپې له خوا د دغه هیواد د ساموس ټاپو د پناه غوښتونکو د هرکلي او پېژندنې مرکز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. دوی زیاتوي چې اور یې مهار کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د یونان د پولیسو یوې سرچینې له قوله ویلي: «اور تر کنترول لاندې دی خو دوه یا درې کانتینرونه سوځېدلي دي.» نوموړي زیاته کړې چې څوک پېښه کې ټپي شوي نه دي.
په ورته مهال د ساموس ټاپو د اوروژونکو دفتر وایي چې د اور تر لګېدنې وروسته یې د احتیاط لپاره درې کانتینرونه له مرکزه ایستلي دي. د اوروژونکو د رسنیو چارو یو مسول د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ژغورونکي په سیمه کې دي، د اور د خپرېدو خطر نشته.»
پېښه تېره شپه په ۸ نیمو بجو رامنځ ته شوه. دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې مخکې لېسبوس ټاپو کې د موریا په نامه د مهاجرو کمپ د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوې وه. یادې پېښې تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر بې سرپناه کړل.
دغه کسان بیا د دولت له خوا جوړ شوي لنډ مهال کمپ ته انتقال شول چې میتیلېن ښار بندر ته څېرمه موقعیت لري.
د ساموس د مهاجرو د هرکلي او پېژندنې مرکز یو له هغو پنځو مرکزونو دی چې د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال یوناني ټاپوګانو کې جوړ شوي وو.
د موریا کمپ په شان ساموس ټاپو کې مهاجر په سختو شرایطو کې ژوند کوي. دغه کمپ کې چې نږدې ۶ زره مهاجر پکې اوسېږي د نظافت شرایط نه مراعاتېږي. همدا راز اکثر وختونه کمپ کې د اورلګېدنې پېښې او د مهاجرو ترمنځ شخړې رامنځ ته کېږي.
یونان کې د مهاجرو کمپونه د مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې تر قرنطین لاندې دي. د چارواکو له مخې دمګړۍ ساموس ټاپو کې د ۲۱ مهاجرو د کورونا ویروس د ازموینو پایلې مثبتې دي.