د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۱۶مه. بې ځایه شوي مهاجر د چارواکو له خوا نوي جوړ شوي کمپ ته انتقال شوي. کرېډېت: رویترز
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۱۶مه. بې ځایه شوي مهاجر د چارواکو له خوا نوي جوړ شوي کمپ ته انتقال شوي. کرېډېت: رویترز

د یونان د عامې روغتیا ادارې پرون دوشنبه وویل چې د لېسبوس ټاپو د مهاجرو په نوي کمپ کې د ۲۴۳ کسانو د کورونا ویروس ازموینې مثبتې دي. دا هغه مهاجر دي چې موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته بې ځایه شوي وو، خو یوناني چارواکو بیا دوی هغه کمپ ته انتقال کړل چې د «لنډې مودې» لپاره جوړ شوی دی.

د یودي په نامه د یونان د عامې روغتیا اداره په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د نږدې ۷۰۰۰ مهاجرو له ډلې څخه د ۲۴۳ کسانو د ازموینو پایلې مثبتې دي. سرچینې زیاته کړې چې د ۱۲۰ پولیسو او د کمپ د ۳۰ کارکوونکو د کورونا ویروس د ازمایښتونو پایلې منفي دي.

د یوناني چارواکو د شمېرو له مخې دغه کمپ کې د بې ځایه شویو ۱۲۷۰۰ مهاجرو یوې لویې برخې ته سرپناه برابره شوې ده. خو ځینې کسان بیا وایي چې کمپ کې کافي امکانات نشته او روغتیایي اسانتیاوې هم کمې دي.

د یونان تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اورلګېدنې وروسته نږدې ۱۳۰۰۰ مهاجرو د سړکونو پر غاړو، تشو ودانیو، کروندو او ان قبرستانونو کې شپې سبا کولې.

څو ورځې مخکې یوناني چارواکو موریا کې د اورلګېدنې په تړاو ۶ افغان پناه غوښتونکي ونیول. دغه کسان د دوشنبې په ورځ د لېسبوس ټاپو محکمې ته حاضر کړل شول او اوس په بند کې دي. دغه هزاره توکمه پناه غوښتونکي ځانونه بیګناه بولي او وایي چې یو پښتون توکمه مهاجر چې هغه هم په موریا کمپ کې اوسېده دوی پولیسو ته معرفي کړي دي.

بیا ولولئ: بېړني حالت له سرپناه نه لرونکو ماجرو کورونا هېر کړی

که څه هم یونان کې د مۍ میاشتې له پیل راهیسې ګرځبندیز پای ته رسېدلی دی، خو دغه هیواد کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو کمپونه له مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې دي. 

د یو بل خبر له مخې یوناني پولیسو تېره یکشنبه د ساموس ټاپو د کډوالو په یو کمپ کې د اورلګېدنې په تړاو ۳ کمسنه مهاجر نیولي دي.

د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي تېره دوشنبه د دغه هیواد پارلمان ته وویل چې د پېښې لاملین به یونان کې د خپلو مجازاتو موده تېره کړي او بیا به اخراج شي.

نوموړي زیاته کړې چې په راتلونکي کې به لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو لپاره «مدرن» او «امن» کمپ جوړ شي. 

 

نورې ليکنې