له ارشیف څخه. تر دې دمخه ونسن توقیف خونه کې یوه ودانۍ په کورونا اخته مهاجرو ته ځانګړې شوې وه. انځور له ګوګل مپ څخه
له ارشیف څخه. تر دې دمخه ونسن توقیف خونه کې یوه ودانۍ په کورونا اخته مهاجرو ته ځانګړې شوې وه. انځور له ګوګل مپ څخه

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د فرانسې په ایل دو فرانس سیمه کې د پلېزیر په نامه تر ټولو کوچنۍ اداري توقیف خونه هغو اخراجېدونکو کسانو ته ځانګړې شي چې په کورونا ویروس اخته دي.

د فرانسې خبري اژانس د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر له قوله وایي چې د پلېزیر اداري توقیف خونه به هغو بهرنیانو ته ځانګړې شي چې د پاریس په نورو توقیف خونو کې بندیان دي او د کورونا ازموینو پایلې یې مثبتې دي.

پلېزیز توقیف خونه د ایل دو فرانس په ایولین سیمه کې موقعیت لري او پر یو وخت د ۲۶ بې سنده کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

بل پلو د فرانس تغ دزیل په نامه سازمان وایي چې د روغتیایي کارکوونکو د کموالي له امله تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کولو نېټه نه ده معلومه. د دغه سازمان عمومي مشره دلفین رویو زیاتوي چې دوی د روغتیا سیمه ییز اژانس سره د یادې پروژې پر خبرې کوي.

تمه ده په کورونا اخته نږدې لس کسان دغه مرکز ته انتقال شي او هر یو ته یې په ځانګړې کوټه کې ځای ورکړل شي. 

د توقیف مودې د اوږدولو په موخه نیول شوی تصمیم

دا لومړۍ اداري توقیف خونه نه ده چې په کورونا ویروس اخته اخراجېدونکو بهرنیانو ته ځانګړی شوی دی. د تېرې جولای میاشتې راهیسې د پاریس د ونسان اداري توقیف خونې یوه ودانۍ په کورونا اخته کسانو ته ځانګړې شوې چې دمګړۍ تر ۱۷ کسانو پکې و اوسېږي.

 په ورته مهال ونسان توقیف خونه کې له مهاجرو سره د مرستندوی سازمان اسفام غړې سېلین ګویو وایي چې د روغتیا سیمه ییز اژانسونه باید دغو کسانو ته رسېدګي وکړي او په کورونا ویروس اخته مهاجر هغو مرکزونو ته انتقال کړي کوم چې ناروغانو ته ځانګړي شوي دي.

نوموړې زیاتوي چې دمګړۍ ونسان توقیف خونه کې هېڅوک په کورونا نه دی اخته. هغه دا هم وایي چې دا تصمیم د بهرنیانو د توقیف مودې د اوږدولو په موخه نیول شوی دی.

د سیماد سازمان کلنی راپور له مخې په کال ۲۰۱۹ کې ونسان توقیف خونه کې ۴۵۷۵ کسان بندیان ول.

راپور کې دا هم راغلي چې تېر کال د فرانسې په اداري توقیف خونه کې د بندیانو شمېر ۵۳۲۷۳ کسانو ته رسېده چې د ۲۰۱۸ پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې