رشید وایي چې په کورونا اخته کسان له خپلو کورنیو سره تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. کرېډېټ: دي ار
رشید وایي چې په کورونا اخته کسان له خپلو کورنیو سره تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. کرېډېټ: دي ار

افغان مهاجر رشید یو له هغو زرګونو کډوالو دی چې موریا کمپ کې تر اولګېدنې وروسته بې ځایه شوی دی. هغه او کورنۍ یې نږدې یوه اونۍ پر سړکونو شپه سبا کړې. تېره اونۍ یوناني ځواکونو دغه کسان د مهاجرو نوي کمپ ته انتقال کړل چې کارا تپې ته نږدې جوړ شوی دی. رشید کډوالو نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

نوم مې رشید* دی. ۲۶ کلن او د کابل اصلي اوسېدونکی یم. تېره پنجشنبه د غرمې له خوا یوناني سرتېري راغلل او مهاجرو ته یې وویل چې باید نوي کمپ ته ورشي. زه له خپلې ښځې او خپل یو کلن زوی سره لیدل ته نږدې د سړک پر غاړه اوسېدم. موږ نه غوښتل چې نوي کمپ ته لاړ شو. خو پولیسو د مهاجرو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کاراوه.

چارواکو بیا کمپ کې د مهاجرو د کورونا ویروس ازموینې وکړې. زما د ښځې د کورونا ازمایښت پایله مثبته وه. دوی هغې ته وویل چې باید هغې څانګې ته ورشي چې د کورونا ویروس ناروغانو ته ځانګړې شوې. ما ته یې وویل چې زه له خپل ماشوم سره باید عمومي څانګې ته ورشم. خو ما نه غوښتل چې ښځه مې یوازې پاتې شي. چارواکو بیا یوې خیمې ته انتقال کړو. یوه بله کورنۍ هم له موږ سره اوسېږي. ښځه مې کومه خاصه ستونزه نه لري. کورونا یوه پلمه ده. چارواکي یوازې غواړي چې نورو ته ووایي وګورئ دومره مصرف مو کړی.

د ملګرو ملتونو له خوا مهاجرو ته ورکړل شوې خیمې. کرېډېټ: دي ار
د ملګرو ملتونو له خوا مهاجرو ته ورکړل شوې خیمې. کرېډېټ: دي ار

لږ وروسته نور مهاجر هم کمپ ته انتقال شول. دمګړۍ نوي کمپ کې د مهاجرو شمېر ۷ تر ۸ زره کسانو ته رسېږي. خو په کورونا اخته کسان یوه ځانګړې څانګه کې اوسېږي.

دلته موږ نږدې ۳۰۰ کورنۍ یو. د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي یو نو ځکه له کمپه د وتلو اجازه نه لرو. که څه هم چارواکي هره ورځ د غرمې له خوا مهاجرو ته ډوډۍ او د اوبه ورکوي، خو خواړه او اوبه کافي نه دي.

یوازنی چانس ما دا و چې چارواکو په کورونا د اخته کسانو په څانګه کې ټولو مهاجرو ته کمپلونه ورکړل. خو عادي څانګه کې مهاجر پر ځمکه خوب کوي . بل چانس دا دی چې د کورونا د اخته کسانو په څانګه کې مهاجرو ته ژر خواړه رسېږي. ځکه چې دلته د مهاجرو شمېر لږ دی. خو عمومي څانګه کې د خوړو د ترلاسه کولو لپاره مهاجر په ساعتونو انتظار کوي.

رشید وایي چې هره ورځ دوی ته دومره خواړه ورکول کېږي. کرېډېت: دي ار
رشید وایي چې هره ورځ دوی ته دومره خواړه ورکول کېږي. کرېډېت: دي ار

کمپ کې د ځان مینځلو لپاره اوبه نشته. موږ د خیمې مخ ته حمام کوو. صابون نه لرو، شامپو او جانپاک نه لرو. تشنابونه چټل دي. زوی مې پمپرز نه لري. چارواکو نه مې غوښتنه کړې خو تر اوسه یې موږ ته څه نه دي راکړي.

پنځه کاله کېږي چې له افغانستانه وتلی یم. له یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره موریا کمپ کې اوسېدم. دا کمپ د زندان په شان و. موږ سور کارت درلود، بل ځای ته د تلو اجازه مو نه لرله. اوس دوی غواړي چې موږ یو ځل بیا دغه نوي کمپ کې زنداني کړي. خو دغه کمپ کې هېڅ ډول امکانات نشته.

د رشید په حواله نوي کمپ کې تشنابونه چټل دي. کرېډېټ: دي ار
د رشید په حواله نوي کمپ کې تشنابونه چټل دي. کرېډېټ: دي ار

نه پوهېږم چې یوناني حکومت د مهاجرو لپاره څه برنامه لري. چارواکو تېره اونۍ موږ ته وویل چې دوی به په نوي کمپ کې زموږ دوسیې و ارزوي. خو موږ ته یې داسې پاڼې راکړې چې په کې لیکل شوي چې بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شو. که دا ممکنه وه، ولې ما له جګړو او چاودنو څخه د خپلې ښځې او ماشوم د ژغورلو لپاره ومره مصرف وکړ؟ دوی نه پوهېږي چې هره ورځ افغانستان کې څو تنه وژل کېږي؟

یو کال مخکې کله چې زه په یوه کښتۍ کې له خپلې کورنۍ سره له ترکیې نه یونان ته ورسېدم زوی مې یو میاشتنی و. ګواښونه مو ومنل ترڅو چې اروپا کې یو ارام ژوند پیل کړو او زوی مو پرته له کومې وېرې ښوونځي ته لاړ شي. اوس دوی غواړي چې موږ بېرته افغانستان ته ستانه شو یا د حیواناتو په شان په داسې یو وضعیت کې ژوند وکړو؟


*مستعار نوم

 

نورې ليکنې