د سپټمبر ۲۳مه. د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره جوهانسون بروکسل کې. کرېډېټ: رویترز
د سپټمبر ۲۳مه. د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره جوهانسون بروکسل کې. کرېډېټ: رویترز

د دوبلین مقرراتو لغوه کېدل، د مهاجرو د ستنولو پروسې سختېدل، د اروپا بهرنیو پولو کې امنیتي تدابیر: بروکسل پرون چهارشنبه د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې نوې پلان وړاندې کړ. دلته یو څو مهمو ټکو ته اشاره شوې.

اروپایي کمېسیون پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۳مه اروپا کې د مهاجرت مسلې د هوارولو لپاره د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ. دا وړاندیز باید د ۲۷ اروپایي هیوادونو له خوا تصویب شي. دې مطلب کې د پلان ځینو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

مهم تکي:

  • د دوبلین مقرراتو لغوه کېدل

د اروپایي ټولنې د نوي پلان له مخې به د دوبلین مقررات لغوه شي. د اروپایي ټولنې د پخواني تړون پر اساس پناه غوښتونکی اړ و چې په هغه اروپایي هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ورته رسېدلی وي. خو د نوي پلان له مخې به دا قانون لغوه شي.

د اروپایي کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ له دې وروسته هغه هیواد د پناه غوښتونکي د دوسیو د ارزولو صلاحیت لري چې د پناه غوښتونکي ورور او خور پکې اوسېږي، او یا هغه هیواد کوم چې پناه غوښتونکي پکې زده کړې او یا کار کړی دی. همدا راز هغه هیواد چې پناه غوښتونکي ته ویزه ورکړې د نوموړي د دوسیې د ارزولو صلاحیت لري. له دغو مواردو پرته د مهاجرو د دوسیو د څېړلو مسولیت د هغه هیواد په غاړه دی د کوم لارې چې دوی لومړی اروپا ته را داخل شوي وي.

  • د ملاتړ جبري مکانیزم

ځینې هیوادونه د مهاجرت تر فشار لاندې دي او ټولو مهاجرو ته رسیدګي نه شي کولی. د نوي پلان پر بنسټ دوی کولی شي چې له اروپایي ټولنې څخه د ملاتړ جبري مکانیزم د فعالولو غوښتنه وکړي. اروپایي ټولنه بیا مسولیت لري چې د مهاجرو شمېر وارزوي او د یادې اتحادیې غړي هیوادونه اړ دي چې د خپل اقتصادي حالت او نفوسو په تناسب دغه پروګرام کې ګډون وکړي.

دغه هیوادونه کولی شي چې مهاجر ومني، د رد شویو کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې ونده واخلي، او یا د هرکلي مرکزونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

  • د اروپایي ټولنې بهرنیو پولو کې امنیتي تدابیر

د اروپایي کمېسیون د نوي وړاندیز پر بنسټ به د اروپایي ټولنې په بهرنیو پولو کې امنیتي تدابیر لا ټینګ شي. د اروپایي کمېسیون مرستیال مارګریتېس شیناس ویلي چې پولو کې اروپایي ټولنې ته د را داخلېدونکو ټولو کسانو هویت او روغتیایي وضعیت باید چک شي.

  • د کم چانس لرونکو مهاجرو د دوسیو د ارزولو چټکه پروسه

د نوي پلان له مخې د هغو مهاجرو د دوسیو د ارزولو پروسه به چټکه شي چې د منل کېدو چانس یې لږ دی. دا هغه کسان دي چې له ځینو خاصو هیوادونو لکه تونس او مراکش څخه اروپا ته راغلي دي.

د دغو کسانو دوسیې پوله کې د ۱۲ اونیو په موده کې ارزول کېږي.

  • هغه هیواد چې د پناه غوښتونکو دوسیې ردوي د دوی د بېرته ستنولو مسولیت په غاړه لري

د اروپایي کمېسیون په نوي وړاندیز کې راغلي چې د مهاجرو د بېرته ستنولو لپاره یو همغږي کوونکی باید وټاکل شي او دغه راز د دې پروسې د موثریت لپاره د مهاجرو له اصلي هیوادونو سره باید خبرې اترې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې هیوادونه لکه پولنډ، هنګري، چک او سلواکیا د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي. خو د نوي پلان پر اساس هغه هیوادونه چې د مهاجرو د دوسیو له منلو څخه ډډه کوي د رد شویو کسانو د بېرته ستنولو دنده په غاړه لري.

که چېرې دغه هیوادونه د اتو میاشتو په موده کې مهاجر بېرته ستنولی نه شي نو دوی د یادو پناه غوښتونکو منلو ته اړ دي.

  • ژغورونکې کښتۍ

اروپایي کمېسیون د ژغورونکو کښتیو په اړه وایي چې سمندر کې د مهاجرو ژغورونکې کښتۍ باید د قضایي او عدلي تعقیب څخه خوندې وي.

د اروپایي کمېسیون دغه پلان تر اوسه د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړو هیوادونو له خوا نه دی تصویب شوی. خو داسې معلومېږي چې دا پلان د دغو هیوادونو ترمنځ تر اوږدو بحثونو وروسته جوړ شوی وي. همد شان بروکسل ویلي چې د مهاجرو د بیا مېشتولو پلان ناکام شوی، نو ځکه له منځه ځي.

 

نورې ليکنې