لېسبوس ټاپو: یو ماشوم د مهاجرو په نوي کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، یارا نردي
لېسبوس ټاپو: یو ماشوم د مهاجرو په نوي کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، یارا نردي

د فرانسې حکومت پرون چهارشنبه وویل چې د یونان تر ټولو لوی کمپ موریا څخه به ۵۰۰ کمسنه مهاجر ومني. د سپټمبر میاشتې پر ۷مه موریا کې اورلګېدنې په زرهاوو کسان بې سرپناه کړل.

د فرانسې د اروپایي چارو وزیر کلېمان بون پرون چهارشنبه ار تي ال راډیو سره په خبرو کې وویل چې هیواد یې تر دې دمخه د ۳۵۰ کمسنه مهاجرو د منلو ژمنه کړې. هغه زیاته کړه: «اوس موږ د ۱۵ نورو کمسنه کسانو د منلو ژمنه کوو.»

لږ وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې فرانسې تر دې وړاندې د ۵۰۰ کمسنه کسانو د منلو اعلان کړی و.

د روانې سپټمبر میاشتنې پر ۷مه موریا کمپ کې اورلګېدنې تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر بې ځایه کړل.

دغو مهاجرو چې نږدې یوه اونۍ پر سړکونو شپې سبا کولې د یونان چارواکو له خوا هغه کمپ ته انتقال شول چې د لنډې مودې لپاره جوړ شوی دی.

د یادولو ده چې موریا کمپ کې تر اورلګېدنې دوه اونۍ وروسته اروپایي کمېسیون پرون چهارشنبه د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ. تمه ده چې دغه پلان به په راتلونکي کې د اروپایي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو له خوا تصویب شي. د دوبلین د مقرراتو لغوه کېدل، د ملاتړ جبري مکانیزم جوړېدل او د اروپا په بهرنیو پولو کې د امنیتي تدابیرو ټینګوالی د دغه پلان مهمې برخې جوړوي.

نور ولولئ: اروپایي کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ

تر دې دمخه جرمني ویلي وو چې موریا کمپ څخه به ۱۵۰۰ مهاجر ومني چې ډېری به یې کورنۍ او ماشومان وي. الماني چارواکو دغه راز ټینګار کړی و چې د مهاجرو د مسلې د هوارولو لپاره د اروپایي ټولنې په کچه باید حل لاره وموندل شي.

همدا شان بلجیم یونان ته وړاندیز کړی و چې د ۱۰۰ تر ۱۵۰ ترمنځ د پناه غوښتونکي ور ته ولېږي.

 

نورې ليکنې