د سپټمبر ۲۳مه. د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره جوهانسون بروکسل کې. کرېډېټ: رویترز
د سپټمبر ۲۳مه. د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره جوهانسون بروکسل کې. کرېډېټ: رویترز

د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ د مهاجرت په تړاو د يو نوي تړون مسوده معرفي کړه. په هکله يې نور جزيات د سوال او جواب په بڼه دلته لوستلای سئ:

د اروپايي اتحاديې د کميسيون مرستيالي مارګاريتيس شيناس او د مهاجرت له پاره دغه کميسارې ايلوا جوهانسون په بروکسل کي د مهاجرت د نوي تړون مسوده معرفي کړه. اروپايي اتحاديه غواړي چي له دې لاري د مهاجرت په تړاو د دغې اتحاديې په اصولو او قوانينو کي اصلاحات راولي. د کاتوليکي خبري آژانس له خوا د دغه وړانديز مهم ټکي په لاندني سوال او جواب کي تشريح سوي دي.

اروپايي کميسيون کوم وړانديزونه کړي دي؟

اروپايي کميسيون غواړي اروپا ته د رارسېدونکو مهاجرو هويت، روغتيايي وضعيت او امنيتي څرنګوالی معلومول حتمي کړي. ياد معلومات راغونډول به تر پنځو ورځو څخه زيات وخت نه نيسي. د هغه وروسته به هغه مهاجر چي د پناه غوښتونکو په توګه د قبولۍ امکانات يې مثبت اټکل کيږي د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته لېږدول کيږي. هغه مهاجر چي د پناه غوښتنې د قبولۍ کم چانسونه يې اټکل کيږي، هغه کسان چي هيڅ روغتيايي ستونزه نه لري او يا بې کورنۍ ماشوم مهاجر نه وي د هغوی د پناه غوښتنه به په چټکۍ سره د اروپايي اتحاديې پر سرحد فيصله کيږي. دغه پروسه به تر درو مياشتو څخه زيات وخت نه نيسي.

ايا د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو له پاره به د مهاجرو منل رضاکارانه وي؟

هو، د مهاجرو منل به رضاکارانه وي او غړي هيوادونه به د ځانګړي يا معين شمېر مهاجرو په منلو نه مکلف کيږي. خو که هغوی د مهاجرو په منلو کي برخه نه واخلي نو به هغوی له بلي لاري د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې په سياست کي مرسته کوي. د بيلګي په توګه هغوی کولای سي چي د رد سوو مهاجرو د اخراج په پروسه کي مرسته وکړي. دا هم يوه نوې طرحه ده چي غړي هيوادونه به ځان په دې مکلف کوي چي د اتو مياشتو په جريان کي به رد سوي مهاجر بېرته خپلو اصلي هيوادونو ته اخراج کوي. که اړونده غړی هيواد په دې کي پاته راسي نو به مکلف وي چي دغه مهاجر ومني او د اخراج پروسه له خپل هيواد څخه بشپړه کړي. د دې تر څنګ به هغه هيوادونه چي پناه غوښتونکي منل نه غواړي، په راتلونکي کي به د مهاجرو په اصلي هيوادونو او ترانزيت هيوادونو کي همکاري کوي.

د رد سوو مهاجرو او د اخراجېدونکو د شمېر تر منځ به کوم تناسب وي؟

په اوسط توګه په اروپايي اتحاديه کي هر کال ۳۷۰ زره پناه غوښتنې رديږي. خو په حقيقي توګه له دغو څخه دريمه برخه اخراجيږي. اروپايي کميسيون اوس وړانديز کړی دی چي د اخراج يا بېرته لېږد له پاره ځانګړی انسجام کوونکی وټاکل سي. د هغه دنده به د غړو هيوادونو سره د اخراج په ترڅ کي په دايمي تماس کي پاته کېدل وي.

ايا اروپايي اتحاديې ته د قانوني مهاجرت نوري نوي لاري په پام کي نيول سوي دي؟

د اروپايي اتحاديې کميسيون د «قابليت» پر اساس د مشارکت وړانديز کړی دی. دا په دې معنی چي غړي هيوادونه کولای سي چي په دې هکله معلومات شريک کړي چي څه ډول کاري قوې ته اړتيا لري. دغه اړتيا به بيا د هغه غير اروپايي هيواد د هغو انسانانو د وړتياؤ سره پرتله کيږي چي غواړي اروپايي اتحاديې ته راسي. اروپايي اتحاديه غواړي چي د دا ډول پروګرام سره د پيسو مرسته وکړي او غواړي چي د ايراسموس په نوم شته پروګرام سره يې مربوط کړي. د «قابليت مشارکت» په نوم دغه پروګرام په ترڅ کي به په لوړه سطحه د غړو هيوادونو کانفرانسونه دايريږي. په زياته هغو هيوادونو ته به لومړيتوب ورکول کيږي چي يا خو د اروپايي اتحاديې سره ګاوندي وي لکه يا له بالقان او افريقا څخه وي.

ايا په سمندر کي د ژغورنې په تړاو هم په نوي تړون کي کوم ټکی سته دی؟

اروپايي کميسيون د يوه داسي «غير مربوط څارونکي ميکانيزم» وړانديز کړی دی چي د دې له پاره به کار کوي چي د رامهاجر کېدونکو انسانانو بنيادي او بشري حقونه د اروپايي اتحاديې پر پوله نقض نه سي. دغه ميکانيز به د اروپايي پوله ساتي فرونتېکس آژانس او د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې د آژانس ملاتړ هم ولري. په تيرو وختونو کي داسي راپورونه رابرسېره سوه چي د اروپايي اتحاديې پر باندنۍ پوله لکه کرويشيا څخه د محافظت غوښتونکي مهاجر شړل سوي، بېله دې چي ورته د پناه غوښتنې امکان ورکول سي.


 

نورې ليکنې