موريا کمپ ته څېرمه د مهاجرو کږدۍ
موريا کمپ ته څېرمه د مهاجرو کږدۍ

د هغه وروسته چي د موريا په کمپ کي لوی اور د مهاجرو سرپناوي وسوځلې، اوس اروپايي اتحاديه غواړي په اړونده ټاپو کي د يونان سره په ګډه کار وکړي.

اروپايي کميسيون ويلي دي چي په موريا کمپ کي د اور لګېدني وروسته به په ليسبوس ټاپو کي د يونان په همکارۍ د مهاجرو د ثبت مرکز جوړ او دغه مرکز به د يونان سره په مشارکت وچلوي.

د اروپايي کميسيون رئيسي اورزولا فون دېر لاين د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۳مه) په بروکسل کي وويل اروپايي اتحاديه به په ليسبوس کي د يوناني چارواکو سره په ګډه د ثبتونې مرکز وچلوي. 

د اروپايي اتحاديې مشرې په همدې توګه د يو نوي ځانګړي «ټاسک فورس» د جوړولو اعلان وکړ چي په وينا به يې دنده د اروپايي اتحاديې د نورو آژانسونو ملاتړ او مرسته وي. فون دېر لاين وويل چي دغه کاري ډله به د ليسبوس په ټاپو کي «د خلکو وضعيت په غبرګه توګه بهتره کړي.»

 اورزولا فون دېر لاين زياته کړه: «په ګډه موږ بايد دا وښيو چي اروپا په بريالۍ او انساني توګه د مهاجرت مدريت کولای سي.»

د يونان په ليسبوس ټاپو کي واقع د موريا مهاجر کمپ چي پکښي د ۱۲ زرو په شاوخوا کي مهاجر ځای پر ځای ول، تقريبا دوې اونۍ تر مخه د اورلګېدنې وروسته له منځه ولاړ. په دې ترڅ کي د ۱۰ زرو په شاوخوا کي مهاجر په اضطراري توګه رامنځ ته کړل سوي عبوري د کږديو کمپ ته انتقال کړل سول. 

د موريا کمپ چي تر مخه لا تر اندازې زيات ډک ؤ، د اورلګېدنې وروسته په بشپړه توګه له منځه ولاړ او پکښي بنسټيز جوړښتونه غيرفعاله سول. د اور لګېدنې وروسته په زرهاؤ مهاجر چي پکښي ماشومان او ښځي هم شاملي وې، تر شين آسمان لاندي شپې او ورځو تېرولو ته اړ سول. 

د يونان چارواکي اټکل کوي چي دغه اور په قصد سره لګول سوی ؤ او په دې تور يې څلور کسان محکمې ته هم معرفي کړي دي. د موريا کمپ اورلګېدنې د اروپايي اتحاديې د مهاجرت د سياست په تړاو بحثونه لا تاوده کړل. 

فون دېر لاين د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي د څرګندونو پر وخت وويل چي «موريا موږ ته په قوي توګه راپيادوي» چي اروپا بايد د مهاجرت له پاره وړ حللاري پيدا کړي.

 

نورې ليکنې