د سپټمبر ۱۰مه. موریا کې تر اورلګېدنې وروسته زرګونه مهاجر بې سرپناه شول. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس
د سپټمبر ۱۰مه. موریا کې تر اورلګېدنې وروسته زرګونه مهاجر بې سرپناه شول. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه نوی تړون بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم ځینو اروپایي چارواکو د یاد پلان هرکلی کړی، خو سازمانونه بیا وایي چې اروپایي کمېسیون هغو هیوادونو ته تسلیم شوی کوم چې د مهاجرو ضد سیاست لري. بشپړ معلومات دې مطلب کې.

اروپایي کمېسیون پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۳مه د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو خپل نوی تړون وړاندې کړ. دغه تړون کې د دوبلین د مقرراتو پر لغوه کېدو، د مهاجرو د ستنولو پروسې پر سختېدو، او د اروپا په بهرنیو پولو کې د امنیتي تدابیرو پر ټینګېدو بحث شوی دی.

خو د تړون متن په اروپایي کچه بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

بیا ولولئ: اروپای کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د دغه تړون هرکلی کړی او ویلي یې دي چې یوازې فرانسه، ایټالیا، المان او یونان د مهاجرو د منلو مسولیت نه لري. نوموړي چې پرون چهارشنبه فرانس انتر راډیو سره خبرې کولې وویل: «که چېرې د دې مسلې د هوارولو لپاره د اروپایي ټولنې په کچه ځواب و نه لرو او هر څوک په خپل سر تصمیم ونیسي، د پناه غوښتنو ارزول به مشکل وي.»

بل پلو اروپایي چارو کې د فرانسې د دولت منشي کلمان بو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «فرانسه له ډېرو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري، له ډېرو هیوادونو سره په انکشافي برخو کې مرسته کوي... خو اوس دغه هیوادونه نه غواړي چې د بیا مېشتولو پروګرام په چوکات کې د نورو هیوادونو اتباع ومني».

نوموړی زیاته کړې: «دغه وضعیت د منلو نه دی. فکر کوم چې موږ [پر دغو هیوادونو] د فشار اچولو لپاره امکانات لرو، که څه هم دا کار یو څه مشکل وي.»

مهم خو ناکافي اقدام

بل پلو مالتا د تړون عملي کول او په ځانګړې توګه د اخراجونو د شمېر زیاتول مهم بللي دي. د مالتا لومړی وزیر روبرت ابېلا ویلي: «د هغو کسانو اخراجول چې د پناه اخیستلو مستحق نه دي مهم کار دی... د نورو هیوادونو ملاتړ باید اختیاري نه وي.» نوموړی د اتریش په شان هغو اروپایي هیوادونو ته اشاره کوي چې د مهاجرو له وېشلو سره مخالف دي.

دغه راز یټالیا نوی تړون مهم بولي. د ایټالیا د حکومت مشر ګېزېپ کونتې ویلي چې دا د اروپایي تګلارې په لور یو مهم خو ناکافي ګام دی. هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «موږ د مهاجرو د بېرته ستنولو او بیا مېشتولو په برخو کې قطعيت ته اړتیا لرو: هغه هیواد چې مهاجر لومړی ورته رسېدلي نه شي کولی چې د اروپا په نوم د مهاجرو څپه اداره کړي.»

بل پلو د ګراند سنت پخواني ښاروال او د اروپایي پارلمان استازي دامین کارېم د اروپایي کمېسیون دا پلان د «شرم تړون» بللی دی. نوموړي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «دا تړون نه د نویو غمجنو پېښو مخنیوی کوي، نه زموږ په پولو کې د انساني کرامت ضد کمپونو د پاتې کېدو مخه نیسي.»

هغه زیاته کړې چې موریا کې تر اورلګېدنې وروسته اروپایي کمېسیون اړ و چې د پناه غوښتنې یو مطمئن او بشردوستانه سیستم جوړ کړي. د نوموړي په حواله اروپا دا صلاحیت درلود چې د یوناني ټاپوګانو په شان هات سپاټونه ختم کړي او د مهاجرو د بیا مېشتولو پروسه پیل کړي.

«بروکسل د مهاجرو ضد هیوادونو ته تسلیم شوی»

په ورته مهال زیاتو سازمانونو د دې تړون پر ضد غبرګون ښودلی. اکسفام وایي چې بروکسل د مهاجرو ضد هیوادونو ته تسلیم شوی دی. د دغه سازمان له مخې د اروپایي کمېسیون له خوا وړاندې شوې حل لارې ممکن یو ځل بیا هماغه سخت وضعیت رامنځ ته کړي چې له څو کلونو راهیسې یوناني هات سپاټونو کې روان دی.

د کاریتاس اروپا عمومي مشره ماریا نیمان بیا وایي چې دغه تړون ممکن د پناه غوښتونکو له بشري حقونو او ازادیو څخه د سرغړونې سبب شي. هغه زیاتوي چې نوی تړون کې راغلي چې د اروپا په بهرنیو پولو کې به د پناه غوښتنې د ثبت او د خلکو د بېرته ستنولو پروسیجرونه پیل شي. د نوموړې په حواله دا وېره شته چې داسې پروسیجرونه د قضایي ضمانتونو د نقض او د خلکو د بندي کېدو سبب شي.

دغه راز د یورومېد رایتس په نامه سازمان وایي چې تړون کې یوازې امنیتي مسلې ته پام شوی دی. د دغه سازمان مشره وادي الاسمر زیاتوي چې تړون کې ویل شوي چې د مهاجرو بېرته ستنول ګواکې د دوی ملاتړ کول دي. خو په اصل کې دا د مهاجرو او پناه غوښتونکو مجرم ګڼل دي.

«دغه اروپا وژني!»

که څه هم د اروپایي کمېسیون تړون وایي چې بشردوستانه کښتۍ به له عدلي او قضایي تعقیب څخه خوندې وي، خو سازمانونه د بروکسل له خوا پر وړاندې شویو حل لارو نیوکه کوي. جرمني سازمان سي واچ چې اوس یې کښتۍ د ایټالوي چارواکو په بند کې دي ویلي چې دا د ملاتړ تړون نه دی.

یاد سازمان زیاتوي: «اروپایي کمېسیون وایي چې دغه تړون یې د بشري حقونو د ساتنې لپاره چمتو کړی دی، خو د تړون اصلي هدف د اروپا منزوي کول دي. دغه اروپا وژني.»

بل لور ته یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه تړون پر بنسټ ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د یونیسیف په حواله د اوپایي کمېسیون تړون د اروپا د مهاجرتي سیاست نیمګړتیاوو د پوره کولو زمینه برابروي.

یونیسف ټینګار کوي چې ټول ماشومان، که یوازې وي او که یا له خپلو کورنیو سره وي، ځانګړې ساتنې ته اړتیا لري.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو پر دغه تړون بحث او خبرې اترې وکړي. 

 

نورې ليکنې