الان کردي ساردېنی بندر کې لنګر اچولی. کرېډېټ: سي ای
الان کردي ساردېنی بندر کې لنګر اچولی. کرېډېټ: سي ای

ایټالوي چارواکو ژغورونکې کښتۍ الان کردي ته د سارادېنیا په ارباتاکس بندر کې د لنګر اچولو اجازه ورکړې. تېره ورځ فرانسې له ایټالیا څخه غوښتنه کړې وه چې یاده کښتۍ کې د سپرو مهاجرو هرکلی وکړي.

د سي ای سازمان مشر ګوردون ایسلر تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د فرانسې حکومت غوښتنې مثبته نتیجه ورکړه. هغه زیاته کړې: «د ایټالیا ساحلي ځواکونو الان کردي کښتۍ کپتان سره تماس نیولی دی.»

د نوموړي په حواله الان کردي مدیترانه کې د هوا د خرابو حالاتو امله د سارادېنیا په ارباتاکس بندر کې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړې ده.

په ورته مهال د سي ای سازمان ویاند سیمو پومپیو کډوال نیوز ته وایي چې دوی تر اوسه ایټالیا کې د سپرو ۱۲۵ مهاجرو د ښکته کولو په اړه ټول جزیات نه دي ترلاسه کړي.

تېره سه شنبه الان کردي د مالتا او ایټالیا له خوا د رد ځواب ترلاسه کولو وروسته د فرانسې مارسی ښار په لور روانه شوه. د یاد ښار چارواکو وویل چې د ژغورل شویو مهاجرو هرکلی کوي، خو یوازې ملي چارواکي د مارسی د بندر د پرانیستلو صلاحیت لري.

مسولین باید بشردوستانه قواعد مراعات کړي

د فرانسې حکومت ویاند له مخې د سي ای سازمان دغه بشردوستانه کښتۍ باید یو امن بندر کې لنګر واچوي. نوموړي له ایټالیا څخه غوښتنه کړه چې د ژغورل شویو کسانو هرکلی وکړي.

بل پلو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ټول مسولین باید بشردوستانه قواعد، په ځانګړې توګه د امن بندر قاعده، مراعات کړي. دغه وزارت زیاته کړې: «موږ له ایټالیا او خپلو نورو اروپایي متحدانو سره د دغو قواعد پر مراعاتولو کار کوو. د حل لاره به پیدا شي او سي ای باید د موندل شوې حل لارې درناوی وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې بروکسل تېره ورځ د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه د اروپایي ټولنې نوی وړاندیز وړاندې کړ. د دغه تړون په یوه برخه کې راغلي دي چې ژغورونکې کښتۍ باید د عدلي او قضایي تعقیبونو څخه خوندې وي.

 

نورې ليکنې