له ارشیف څخه. د بیرا په نامه بوسنیا کې دمهاجرو کمپ.
له ارشیف څخه. د بیرا په نامه بوسنیا کې دمهاجرو کمپ.

د ملګرو ملتونو ادارې یوه چارواکي پرون پنجشنبه وویل چې د بوسنیا د حکومت په مختلفو کچو کې د همغږۍ او «منطقي» حل لارې د نشتوالي له کبله زیات شمېر مهاجر د دغه هیواد پر سړکونو شپې سبا کوي.

کډوالۍ نړیوال سازمان کې د بوسنیا استازي پېتر فان دېر اوېرارت د اسوشیتد پرس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چې بوسنیایي چارواکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د پروګرام په چوکات کې مهاجرو ته د نویو استوګنځیو د جوړولو پر ځای هڅه کوي چې دغه کسان موجودو استوګنځیو ته هم لاسرسی ونه لري.

 بوسنیا کې د ۸۵۰۰ مهاجرو له دلې څخه نږدې ۲۵۰۰ تنه یې په ځانګړې توګه د کراجینا سیمې په عامه پارکونو، ځنګلونو، سړکونو او یا تشو ودانیو کې اوسېږي. کراجینا د بوسنیا هغه سیمه ده چې له کروېشیا سره ۱۰۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. کراجینا سیمه کې د مهاجرو شپږ مرکزونه شته چې د ۷۰۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

نوموړي دا هم ویلي چې دا کار غیرضروري دی ځکه چې «موږ مالي امکانات لرو چې د اروپایي ټولنې له خوا د مهاجرو د ساتنې لپاره راکول شوې دي.»

هغه زیاته کړې: «زه[کراجینا] کې د ۱۵۰۰ کسانو لپاره یو مرکز لرم. خو ځایي چارواکي یوازې ۵۰۰ کسانو ته [دغه مرکز کې د اوسېدو] اجازه ورکوي. زه کولی شم چې سبا به ۱۰۰۰ نور مهاجر له سړکونو دغه مرکز ته انتقال کړم. خو اجازه نه لرم.»

 تر دې دمه بوسنیایي چاراکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بیا ولولئ: د بوسنیا امنیت وزیر د کډوالۍ کړکېچ پر سر له حکومت سره د اختلافاتو له کبله استعفا ورکړه

«بشردوستانه کړکېچ به رامنځ ته شي»

 په ۲۰۱۷ کې د منځنۍ اسیا، اسیا او شمالي افریقا څخه راغلي زرګونه مهاجر بوسنیا ته ننوتل.

د ملګرو ملتونو ادارې بیا د دغو مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره له بوسنیا سره د ۶۰ یورو یورو په ارزښت مالي مرسته وکړه چې د مهاجرو ۷ مرکزونو ته ځانګړې شوې وه.

بوسنیا وار وار ویلي چې دولتي ودانیو کې مهاجرو ته لنډمهالې سرپناوې برابروي. خو خپله ژمنه یې نه ده پوره کړې.

په تېرو څو وختونو کې بوسنیایي چارواکو د موجودو مرکزونو څخه د مهاجرو د ایستلو پروسه پیل کړې. دوی مهاجر دې ته اړ کړي دي چې له ښاري سیمو څخه ووځي او ځنګلونو ته لاړ شي. دغه راز د ګاونډیو سیمو امنیتي ځواکونو ښاري سیمو ته د مهاجرو د بېرته ستنېدو مخه نیولې ده.

افغان کډوال په بوسنیا کې: «د مهاجرت په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم»

د بوسنیا د سړکونو پر غاړو د هغو سرپناه نه لرونکو مهاجرو شتوالی چې روغتیایي خدماتو او ان خوړو ته لاسرسی نه لري د دې سبب شوی چې ځایي اوسېدونکو د احتیاط ډلې جوړې کړې. یادې ډلې بیا د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي.

 ښاغلي فان دېر اوارېرت ټینګار کړی چې بوسنیا اید په راتلونکو څو اونیو کې په «منطقي» توګه د مهاجرو وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې چې که وضعیت همداسې دوام وکړي «بوسنیا کې به بشردوستانه کړکېچ رامنځ ته شي... دا ځل به د ماشومانو او کورنیو په ګډون خلک پر واورې باندې خوب وکړي.»

 

نورې ليکنې