له ارشیف څخه. مهاجر د بروکسل په ماکسیملین پارک کې د خوړو وېشلو په صف کې. کرېډېټ: کډوال نیوز. له ارشیف څخه.
له ارشیف څخه. مهاجر د بروکسل په ماکسیملین پارک کې د خوړو وېشلو په صف کې. کرېډېټ: کډوال نیوز. له ارشیف څخه.

د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د بهرنیانو ادارې د تړل کېدو له امله بلجیم کې مهاجر ډېر زیانمن شوي دي. بلجیمي چارواکو د روان کال په پیل کې وویل چې د هرکلي په مرکزونو کې د مهاجرو د منلو شرایط نور سختوي.

تېره جنوري د بلجیم د پناه غوښتنې او مهاجرت وزیرې مګلي دو بلوک وویل چې د هرکلي په مرکزونو کې د مهاجرو د منلو شرایط سخت شوي دي. د نوموړې په حواله دوه ډلې نور نه شي کولی چې بې قید او شرط هرکلي مرکزونو کې د اوسېدو ځای ومومي: هغه کسان چې د اروپایي ټولنې په یو بل هیواد کې د مهاجرو په توګه پېژندل شوي، او هغه دوبلیني مهاجر چې بلجیم کې د پناه غوښتنه کوي. له دغو خبرو اته میاشتې وروسته بلجیم کې د مهاجرو وضعیت څنګه دی؟ کډوال نیوز د سیرې یا د مهاجرو او بهرنیانو لپاره د همغږۍ او نوښتونو ټولنې مسولې سوتیتا نګو سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې غوښتل چې هرکلي مرکزونو کې د مهاجرو د منلو شرایط سخت کړي. اوس وضعیت څنګه دی؟

سوتیتا نګو: موږ له نورو ټولنو سره د یادې وزیرې د سپارښتونو پر وړاندې شکایت وکړ. تېره مۍ میاشت د شورا دولت مو شکایت تایید کړ.

خو د بلجیم دولت بیا د سپټمبر پر ۱۱مه یا د محکمې د حکم تر صادرېدو درې ورځې مخکې خپل فرمان لغوه کړ. د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر پوهېده چې دا فرمان قانوني بنسټ نه لري. که چېرې څوک وغواړي چې د خلکو یوه ډله له سرپناه محرومه کړي، دا کار باید قانوني بڼه ولري. دا یوه کوچنۍ بریا ده خو موږ لا هم اندېښمن یو، ځکه چې اوس دولت د قانون د بدلولو لپاره هڅه کوي. مانا یې دا چې هرکلي مرکزونو ته د لاسرسي د محدودلو لپاره باید قانون کې بدلون رامنځ ته شي.

کډوال نیوز: دغه فرمان د پناه غوښتونکو پر ژوند څخه اغېز درلود؟

سوتیتا نګو: تېرو څو میاشتو کې د سلګونو مهاجرو برخلیک نامعلوم و ځکه چې دولت نه غوښتل چې د دغو کسانو ستونزو ته رسېدګي وکړي. مهاجرو د پناه غوښتونکو په مرکزونو یا فېداسیل کې ځای نه درلود. در روغتیایي کړکېچ پر مهال دوبلیني مهاجر او هغه کسان چې د اروپایي ټولنې په یو بل هیواد کې یې اقامت ترلاسه کړی پر سړکونو اوسېدل.

ځینو سازمانونو لکه د ښاریانو پلتفورم بیا له مهاجرو سره مرستې وکړې. خو دا نورمال کار نه دی، ولسي وګړي نه شي کولی چې د دولت مسولیتونه په غاړه واخلي.

کډوال نیوز: د کورونا کړکېچ پر مهال ایا د پناه غوښتنې دوسیې د وړاندې کولو امکان موجود و؟ د پناه غوښتونکو حالت څنګه و؟

سوتیتا نګو: په دې برخه کې هم د دولت اقدامات د منلو نه دي. تېره مارچ میاشت د کورونا کړکېچ په پیل کې د بهرنیانو اداره [چې د بلجیم د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي] وتړل شوه، نو ځکه د پناه غوښتنې دوسیې ثبتول ممکن نه وو. د اپریل میاشتې په لومړیو ورځو کې د پناه غوښتنو د ثبت پروسه بیا پیل شوه خو یوازې د انترنت له لارې. اوس بهرنیان لومړی باید یو فورم ډک کړي او خپلې غوښتنې چارواکو ته ور ولېږي. چارواکي بیا څو اونۍ وروسته مهاجرو ته ځواب ورکوي. خو پناه غوښتونکي د مرکې وخت تر معلومېدو پورې پر سړکونو شپې سبا کوي. د دغو مهاجرو په ډله کې کورنۍ، ناروغان او بوډاګان هم دي.

حال دا چې پناه غوښتنه د هرکلي حق سره تړلې ده. موږ یو ځل بیا محکمې ته شکایت وکړ. اوس د محکمې حکم ته انتظار کوو. د روغتیایي کړکېچ له پیل راهیسې د دولت پر وړاندې ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې د هرکلي حق د نه مراعاتولو په هکله دي.

کډوال نیوز: دولت ولې له پناه غوښتونکو سره داسې چلند کوي؟

ستیتا نګو: ځکه چې غواړي مهاجر بلجیم ته له راتګ څخه منصرف کړي. دولت د روغتیایي کړکېچ تر شا ځان پټوي، پر دې هم اعتراف کوي چې پناه غوښتونکي لومړیتوب نه لري.

د کورونا ویروس وبا په سختو شرایطو کې د مهاجرو حقونو دومره ارزښت نه لري. موږ وار وار ویلي چې د بهرنیو له حقونو څخه سرغړونې ته باید د پای تکی کېښودل شي. بلجیم نه خپل کورني قوانین مراعاتوي او نه د ژنېو کنوانیسون اصول.

 

نورې ليکنې