کالې کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
کالې کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز

تېره شنبه سلګونو مهاجرو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو کارکوونکو د کالې قومندانۍ د هغه فرمان پر وړاندې مظاهرې وکړې چې د ښار په مرکز کې یې د نا تایید شویو سازمانونو له خوا پر مهاجرو د خوړو وېشل منع کړي. دا په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د فرانسې دولت شورا د دغه فرمان د ځنډولو غوښتنه رد کړې وه.

د کالې قومندانۍ له خوا پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع فرمان تر صادرېدو دوه اونۍ وروسته لا هم د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه پر چارواکو فشار اچوي.

تېره شنبه د سپټمبر ۲۶مه سلګونو کسانو د دغه فرمان او همدا راز د یخې هوا په را رسېدو سره د مهاجرو د ژوند د سخت شرایط پر وړاندې مظاهرې وکړې.

د فرانسې خبري اژانس په حواله نږدې ۲۵۰مهاجرو او د سازمانونو کارکوونکو تر باران لاندې لاریون وکړ. خو سازمانونه بیا کډوال نیوز ته وایي چې د لاریونوالو شمېر دوه چنده و. د سکور کاتولیک غړې ژولیت دولاپلس وایي: «په لومړی سر نږدې ۲۰۰ کسانو لاریون وکړ خو بیا د لاریونوالو شمېر زیات شو.»

د دولت شورا د فرمان د ځنډولو غوښتنه رد کړې

تېره جمعه د فرانسې دولت شورا د سازمانونو له خوا د کالې قومندانۍ د ځنډولو غوښتنه رد کړه. د دولت شورا په یوه خبرپاڼه کې وایي چې یاد فرمان د ښار مرکز ته نږدې د سازمانونو له خوا پر مهاجرو د خوراکي توکو د وېشلو د منع سبب نه کېږي.

بیا ولولئ: کالې: «مهاجر که هر چېرې وي، خواړه پرې وېشو»

فرمان کې دا هم راغلي چې دولت د کالې په ختیځه سیمه د اوبو نلونه او تشنابونه جوړ کړي او د له وي اکتیو سازمان په واسطه پر مهاجرو خواړه او اوبه وېشي. خو نا تایید شوي سازمانونه له مشخص شویو سیمو پرته پر دوی خواړه وېشلی شي.

په ورته مهال د فرانسې سیاسي ګوند فرانس انسومیز څلورو استازو د یو اعتراضي عمل په ترڅ کې مهاجرو ته خوراکي توکي ورکړل.

خو پولیسو بیا هڅه وکړه چې د دغو استازو پر وړاندې شکایت درج کړي. د فرانس انسومیز استازي یوګو برنالیسیس ویلي چې شکایت یې نه دی لاسلیک کړی ځکه چې دوی نه پوهېدل چې دا کار تخلف دی.

نوموړی د له وي اکتیو سازمان له خوا پر مهاجرو د خوړو وېشلو مقدار کافي نه بولي.

فرمان یا د هویت پر بنسټ تبعیض

تېره پنجشنبه د سپټمبر ۲۴مه د حقونو مدافعې کلېر اېدون کالې ښار ته له سفر وروسته وویل چې د پولیسو له خوا صادر شوی دغه فرمان د خلکو هویت په ګوته کوي او د تبعیض نښه ده. نوموړې زیاته کړه چې خوړو، اوبو او نظافتي خدماتو ته لاسرسی پیچلی دی.

د نوموړې په خبره: «داسې کسان شته چې ځینې ورځې خوړو ته لاسرسی نه لري. د خوړو د وېشلو پروګرام پر ټاکل شوي وخت نه پیلېږي او د مهاجرو د اوسېدو ځای څخه لرې دي.»

په داسې حال کې چې اروپایي کمېسیون تېره چهارشنبه د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه خپل نوی تړون وړاندې کړ، د فرانسې د حقونو مدافعې کلېر اېدون هیله لري چې د قانوني مهاجرت پر سر خبرې اترې پیل شي.

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون یکشنبه مهاجر یو ځل بیا د کالې له کمپونو څخه وایستل شول. دغه سازمان زیاتوي چې ۶ خیمې او کمپلونه نیول شوي او یو مهاجر اجازه نه لرله چې خپل بوټونه واخلي.

د بشري حقونو څار سازمان په حواله د روان کال له پیل راهیسې کالې کې دکمپونو د تړلو ۷۵۰ عملیاتونه ترسره شوي دي.


 

نورې ليکنې