لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ. کرېډېټ: رویترز، یارا نردي
لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ. کرېډېټ: رویترز، یارا نردي

موریا کمپ کې تر اورلګېدنې دوه اونۍ وروسته تر ۹۰۰۰ ډېر مهاجر یو لنډمهال کمپ ته انتقال شول چې له میتیلېن ښار څخه ۳ کیلومتره فاصله لري. ځینو مهاجرو دغه کمپ کې د ژوند د شرایطو په هکله له کډوال نیوز سره خبرې کړې دي چې دلته یې لوستلی شئ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له خوا مهاجرو ته ورکړل شوې خیمې سمندر ته نږدې درول شوې دي. دغه نوي کمپ چې پر یوه نظامي ډګر کې جوړ شوی دی نږدې ۹۲۰۰ مهاجر پکې ژوند کوي.

دا کسان د هغو ۱۲۷۰۰ مهاجرو لویه برخه جوړوي چې د سپټمبر پر ۹مه د یونان تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اورلګېدنې وروسته دغه نوي کمپ ته انتقال شول.

یوناني چارواکو د سپټمبر پر ۱۷مه کمپ ته د مهاجرو د انتقالولو پروسه پیل کړه. خو دغه کمپ کې هم د پناه غوښتونکو د ژوند شرایط سخت دي.

۳۰ کلن باپتسیت چې د خپل تخلص له ښودلو نه ډډه کوي وایي: «موږ تر خیمو لاندې ژوند کوو. کله چې توپان راځي داسې فکر کوو چې خیمې به پرواز وکړي. زموږ خیمه کې ۸ کسان شته. پر ځمکه باندې خوب کوو. چارواکو موږ ته یو کمپل او یو دسترخوان راکړي.»

بېړنی کمپ

د مهاجرو په خبره کمپ کې اصلي ستونزه د تشنابونو مسله ده. باپتیست وایي: «مهاجر سمندر کې ځانونه مینځي. خو نارینه او ښځینه تر ونو لاندې رفع حاجت کوي.»

یوناني چارواکو نوي کمپ کې یوازې کیمیاوي تشنابونه جوړ کړي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په حواله د سپټمبر تر ۲۵مې پورې کمپ کې ۳۷۶ تشنابونه جوړ شوي وو.

لېسبوس ټاپو کې د یادې ادارې د اړیکو مسوله ناتالیا پروکوپچوک وایي: «دا یو بېړنی کمپ دی. اصلي هدف دا و چې خلک له سړکونو څخه کمپ ته انتقال شي. د کمپ د شرایطو د ښه کولو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا شته.»

د نوموړې په حواله کمپ کې اوس د معیاري تشنابونو د جوړولو امکان لږ دی ځکه چې هلته کانالیزاسیون نشته. هغه زیاتوي: «چارواکي هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي او د حمامونو پر جوړولو خبرې اترې روانې دي.»

دغه راز د کمپ د ځمکې د بهتر کولو او د سیلابونو څخه یې د ساتلو لپاره کارونه روان دي.

بله ستونزه دا چې کمپ برښنا نه لري او هغه ۷ جنراتورونه چې په کمپ کې دي ټولو مهاجرو ته برښنا نه شي رسولي. نو ځکه د ملګرو ملتونو د مهاجرو ادارې هرې کورنۍ یو لمریز څراغ ورکړی دی.

په ورځ کې یو ځل پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي

ځینو کسانو کډوال نیوز ته ویلي چې کمپ کې هره ورځ یوازې یو وار پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي. د دېموکراتیک کانګو اصلی اوسېدونکی الفا (مستعار نوم) وایي: «دوی موږ ته یوازې وریژې او د اوبو دوه بوتلونه دي.»

هغه زیاتوي : «د کمپ مسولین مهاجرو ته د ورځې په ۴ نیمو بجو خواړه ورکوي. خو د خوړو د ترلاسه کولو لپاره مهاجر له ۱۱ بجو تر ۴ نیمو پورې لیکو کې انتظار باسي. زموږ په خیمه کې هره ورځ یو کس نورو ته خواړه واخلي.»

واقعیت دا دی چې مهاجر ډېری وختونه له دوکانونو څخه خواړه اخلي. یوه اونۍ کېږي چې لیدل چې سلګونو مهاجرو یې پارکېنګ کې خوب کاوه بېرته پرانیستل شوی دی.

باپتیست زیاتوي: «موږ له کمپه د وتلو اجازه لرو ځکه چې دلته دوکان نشته. له کمپه وتل ممکن دي خو ټول مهاجر باید د شپې په ۸ بجو کمپ کې وي. د سهار په ۷-۸ بجو له کمپه وتلی شو. خو د مهاجرو د تګ او راتګ وخت ثبتېږي.»

دغه کامرونی مهاجر چې یوندې کې یې زده کړې کولې وایي چې دمګړۍ مهاجر د سودا اخیستلو او د وېسترن یونین له لارې د استول شوېو پیسو د ترلاسه کولو لپاره میتیلېن ښار ته تللی شي. .هغه زیاتوي: «که چېرې څوک ما ته پیسې را ولېږي زه د ښار مرکز ته ځم، یا د خپل تېلېفون د چارجولو لپاره... ځایي اوسېدونکي له کډوالو سره بد چلند نه کوي، خو د دوی هرکلی هم نه کوي. یو ځل له ماسره تاوتریخجن چلند وشو.»

الفا بیا وایي چې مهاجر نوي کمپ کې ځان خوندي احساسوي .هغه زیاتوي: «سرتېرې تل دلته دي. د شپې له خوا هم د پولیسو ګزمه کوونکي موټرونه سیمه کې لیدل کېږي. موریا کمپ کې مې دوه ځله تېلېفون ورک شو. خو فکر کوم چې دلته داسې کارونه ممکن نه دي.»

خو کمپ کې د ژوند شرایط ښه نه دي. الفا وایي چې څو میاشتې دغه کمپ کې اوسېدلی شي، خو د یو کال لپاره به دلته اوسېدل سخت وي.

 

نورې ليکنې