د سلوانیا پولیسو نن دوشنبه وویل چې تر سلو ډېر غیرقانوني مهاجر یې نیولي دي. په تېرو څو وختونو کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله له سلوانیا څخه تېرېږي.
د سلوانیا د پولیسو ویاند نن دوشنبه د سپټمبر ۲۸مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي : «پرون یکشنبه د ایرسکا بیستریکا ښار په مختلفو برخو کې ټولټال ۱۱۳ غیرقانوني مهاجر نیول شوي دي.»
په ورته مهال د الیرسکا بیستریکا ښاروال امیل روجک د دې هیواد ملي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېرو څو وختونو کې له سلوانیا څخه د تېرېدونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د سلوانیایي پولیسو په حواله نیول شوي کسان د پاکستان او بنګله دېش اصلي اوسېدونکي دي او تمه ده چې بېرته کروېشیا ته واستول شي.
د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ تر اګست میاشتې پورې ټولټال ۱۰۲۲۳ کسان اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله له سلوانیا څخه تېر شوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۳،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
سلوانیا او کروېشیا د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه دي. سلوانیا د شېنګن د ازاد تګ راتګ زون سره سره ملحقه شوې ده . خو کروېشیا د شېنګن زون غړیتوب نه لري.
د یادولو ده چې تېره شنبه نږدې ۳۰ کسان د الیرسکا بیستریکا ښار ته نږدې د پولیسو له خوا نیول شوي وو. پولیسو دغه راز سلجې ښار ته نږدې د یو بلجیکي موټروان په لارۍ کې ۳۴ تنه نور مهاجر ونیول.