د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۸مه. مهاجر د میتیلېن په بندر کې. دغه کسان مرکزي یونان ته انتقالېږي. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۸مه. مهاجر د میتیلېن په بندر کې. دغه کسان مرکزي یونان ته انتقالېږي. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو

د راپورونو له مخې پرون دوشنبه د سپټمبر ۲۸مه مرکزي یونان ته د هغو ۷۰۰ مهاجرو د انتقالولو پروسه پیل شوه چې موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته یو لنډمهال کمپ کې ځای پر ځای شوي وو.

د یونان د کډوالۍ وزارت او د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله دغه کسان زیان منونکي مهاجر لکه مېندوارې او یا یوازې ښځې، معلولان، بوډاګان...او یا منل شوي کډوال دي.

 تمه ده چې د ۷۰۰ مهاجرو له ډلې یوه بله برخه یې راتلونکې پنجشنبه له لېسبوس ټاپو څخه انتقال شي. همدا راز یوناني چارواکي په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې تر ۲۵۰۰ مرکزي یونان ته انتقال کړي.

د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یوناني ټاپوګانو د هرکلي او پېژندنې په کمپونو کې نور بې سرپرسته او کم سنه مهاجر نه دي پاته.

 تر دې دمخه د اروپایي ټولنې ۱۰ غړو هیوادونو ویلي وو چې چمتو دي له لېسبوس څخه نږدې ۴۰۰ کمسنه او بې سرپرسته مهاجر ومني. فرانسې څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د ۵۰۰ مهاجرو منلو ته چمتو ده. دغه راز المان د ۱۵۰۰ کسانو منلو ته چمتوالی وښود.

د یونان حکومت غواړي چې نوي کمپ کې د مهاجرو د شمېر د زیاتوالي د مخنیوي لپاره ځینې کسان مرکزي یونان ته انتقال کړي.

تر دې وړاندې سازمانونو لنډمهال کمپ کې د مهاجرو د ژوند پر وضعیت نیوکه کړې او ویلي یې وو چې هلته نه حمام او تشناب شته او نه په سمه توګه پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي.

بیا ولولئ: یونان: د لېسبوس په نوي کمپ کې مهاجر اوبو او برښنا ته لاسرسی نه لري

ټول هغه کسان چې دغه کمپ ته انتقال شوي د کورونا ټست ورکړی دی. خو د چارواکو په حواله یوازې هغه مهاجر مرکزي یونان ته لېږدول کېږي چې د کورونا ازموینې پایلې یې منفي وي. د لېسبوس په نوي کمپ کې تر ۲۴۰ ډېر مهاجر د کورونا ازموینې پایلې مثبتې وې.

په ورته مهال د یونان پولیسو ویلي چې ۳۳ بشردوستانه کارکوونکي یې پېژندلي چې ښایي لېسبوس ته د غیرقانوني مهاجرو ورتګ سره یې مرسته کړې وي.

بیا ولولئ: افغان مهاجر د لېسبوس د کډوالو نوي کمپ کې: «په کورونا اخته کسان له خپلو کورنیو سره اوسېږي»

پولیسو زیاته کړې چې شکمن کسان چې په څلورو سازمانونو کې کار کوي د یوې سازمان یافته ډلې غړي دي چې لېسبوس ته مهاجر انتقالوي. د پولیسو په حواله د دغو کسانو په اړه لومړنۍ پلټڼې پیل شوې دي. د اي ار تي تلویزیون له مخې یو افغان او یو ایرانی د دغو کسانو په ډله کې شامل دي. 

 

نورې ليکنې