د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالې کې د فرانسوي پولیسو عملیات. سپټمبر ۲مه، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي
د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالې کې د فرانسوي پولیسو عملیات. سپټمبر ۲مه، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي

فرانسوي ځواکونو نن سه شنبه کالې ښار کې د مهاجرو هغه کمپ وتاړه چې ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان پکې اوسېدل. دغه کسان د مهاجرو د هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي. په ورته مهال سازمانونه وایي چې داسې عملیاتونه هېڅ ګټه نه لري.

فرانسوي ځواکونو نن سه شنبه سهار وختي د کالې ښار د ویروال په نامه سیمه کې د مهاجرو یو لوی کمپ وتاړه چې ویل کېږي ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان پکې اوسېدل. د ولسي ساتنې خیمې هم کمپ ته نږدې درول شوې وې.

د کمپ د خالي کولو عملیات پر ۷ بجو پیل شول. د فرانسې د خبري اژانس په حواله عملیات په ارامه فضا کې ترسره شوي. مهاجر، چې ډېری یې د سومالیا، سوډان، ایران، عراق او اریتریې اصلي اوسېدونکي وو، بسونو کې سپاره شول. سازمانونه وایي چې د دغو مهاجرو په ډله کې ډېری یې کمسنه او بې سرپرسته کسان دي.

په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر ۶۰۰ ډېر مهاجر د سیمې هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي. سرحدي پولیسو دغه راز ۲۱ کسان نیولي دي.

د مهاجرو د راغونډېدو مخنیوی

د کمپ د تړلو عملیاتو وروسته ویروال کې خیمې، کمپلونه، جامې او بوټونه پراته دي. د یوتوپیا ۵۶ غړې سیلوې کډوال نیوزته وایي: «مهاجرو نه غوښتل چې سرویس ته وخېږي، خو انتخاب یې نه درلود. ډېری کسان و نه توانېدل چې خپل شخصي وسایل او یا اداري سندونه واخلي.»

د پا دو کالې قومندان لوی لو فران هم نن سهار سیمه کې حاضر و. نوموړی وایي چې په پام کې لري کالې کې د مهاجرو د راغونډېدو ځای د جوړولو مخنیوی کوي. هغه زیاتوي چې نور به څوک ویروال سیمې ته ستنېدلی نه شي. هغه دا هم وایي چې ننني عملیات د «ځڼګل» په نامه کالې کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ د تړلو عملیاتو راهیسې تر ټولو «مهم» عملیات دي.

داسې عملیاتونه هېڅ ګټه نه لري

د ښاغلي لو فران په حواله ننني عملیات مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عملیات دي. هغه وایي: «مهاجر په دغه ځنګلي ځای کې په خورا سختو شرایطو کې اوسېږي... دا مهمه وه چې دوی له ژمي مخکې مهاجر له سیمې څخه وایستل شي.»

نوموړی زیاتوي چې موخه یې د قاچاق وړونکو او استثمار پر وړاندې مبارزه ده.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې پر مهاجرو د خوړو وېشلو د منع فرمان پر وړاندې لاریون

بل پلو سازمانونه وایي چې داسې عملیاتونه کومه ګټه نه لري. د یوتوپیا ۵۶ غړې سیلوې زیاتوي: «یو ځل بیا یو بل عملیات چې کومه فایده نه لري. د تل په څېر به مهاجر په راتلونکو ورځو کې او یا نن شپه بېرته سیمې ته ستانه شي.» هغه دا عملیات د مهاجرو «روحي ځورونه» بولي.

د اوبرژ دو میګران غړې مایا کونفورتي بیا کډوال نیوز ته وایي: «چارواکي پوهېږي چې دغه کسان د خپل اداري وضعیت له امله فرانسه کې د پناه غوښتنه نه شي کولی. برتانیا د دوی وروستی چانس دی.»

 

نورې ليکنې