د شارل دو ګول د هوایي ډګر زپي مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز
د شارل دو ګول د هوایي ډګر زپي مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز

پولو کې د بهرنیانو سره د مرستې ملي ټولنې یا انافې په بندرونو، هوایي ډګرونو او تمځيو کې د بهرنیانو د زنداني کېدو په اړه په خپل کلني راپور کې یو ځل بیا له بهرنیانو سره د تبعیضي چلند په هکله لیکلی. د انافې په حواله پولو کې امنیتي ځواکونه په خپله خوښه او په غیرقانوني توګه د بهرنیانو استنطاق کوي.

انافې (Anafé) تېره سه شنبه د فرانسې په بندرونو، هوایي ډګرونو او تمځیو کې د انتظار زونونو یا زاپي په هکله خپل کلنی راپور خپور کړ. راپور کې راغلي چې بهرنیان له اورګاډیو او یا الوتکو نه تر ښکته کېدو وروسته نیول کېږي، او بیا د خپل اداري وضعیت تر معلومېدو او یا خپلو هیوادونو ته تر اخراجېدو پورې په بند کې ساتل کېږي.

پولو کې له بهرنیانو سره د مرستې ملي ټولنه زیاتوي چې په سرحدونو کې له ازادۍ محروم کسان د خپل وضعیت او یا حقونو په اړه معلومات نه لري، دوی دغه راز ژباړونکو، روغتیایي خدماتو او کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نه لري او په غیرصحي شرایطو کې ژوند تېروي. د انافې په حواله ډېری دغه کسان د پناه غوښتنه نه شي کولی او په ځینو مواردو کې د پولیسو له تاوتریخوالي او یا فشار سره مخ دي.

کډوال نیوز د انافې مشرې لور پالون سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: د انتظار په زونونو کې څومره کسان په بند کې دي؟ وضعیت یې څنګه دی؟

لور پالون: د ۲۰۱۹ د اکټوبر پر۲۵ د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شویو شمېرو له مخې فرانسه کې د انتظار ۹۶ زونونه شته چې ۶۴ یې په هوایي ډګرونو کې دي. دغه راز د بندیانو شمېر لوړ دی: ۲۰۱۸ کې ۱۶۰۰۰ کسان او د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۸۰۰ کسان.

دغه کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي: د پناه غوښتنه نه شي کولی، د خپلو دوسیو تر وړاندې کولو مخکې اخراجېږي، د کم سنه او بې سرپرسته مهاجرو زنداني کېدل، د معلوماتو نشتوالی، د ژباړونکو او مدافع وکیلانو نشتوالی، تېلېفون، ډاکټر، کافي اندازه خوړو، صحي چاپېریال او روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی، چټل ځایونه، بهر ته نه لاسرسی، راسیستي او یا سکسیستي چلند، د امنیتي ځواکونو له خوا پر دوی فشارونه، ګواښونه او یا تاوتریخوالی...

اوس چارواکي «مهاجرتي ګواښ» په ګوته کوي. دا یوه نوې طریقه ده چې پولیسو ته اجازه ورکوي چې تشخیص وکړي ایا یو بهرنی غواړي چې په پټه توګه فرانسې ته مهاجرت وکړي که نه. خو دغه ګواښ په کوم قانون کې تعریف شوی نه دی، او یوازې سیاسي بڼه لري.

بیا ولولئ: پاریس: «زپي» یا د بې سنده سفر کوونکو لپاره د اوسېدو ځایونه

چارواکي وایي چا دا د پولیسو مسلکي «توانایي» سره تړلې ده. خو په اصل کې دا یو تبعیضي او د پولیسو په خوښه طریقه ده، ځکه چې پولیس د بهرنیانو د ملیت، جنسیت او یا هیواد پر بنسټ «مهاجرتي ګواښ» تشخیصوي. زونونو کې وضعیت یو شان نه دی. د بېلګې په توګه موږ پوهېږو چې د رواسي شار دوګول او ارلي هوایي ډګرونو کې د مرکزي او لاتین امریکا څخه راغلې ښځې د «مهاجرتي ګواښ» په توګه پېژندل کېږي او ممکن اسپانیا ته ولاړې شي. مارسی هوایي ډګر کې مراکشیان د ګواښ په توګه پېژندل کېږي، بووې هوایي ډګر کې د بلغاریا او یا یونان اوسېدونکي. د پولیسو استنطاقونه سخت دي او پر بهرنیانو ډېر فشار اچوي.

کډوال نیوز: ستاسو راپور کې د لومړي ځل لپاره له ښځو او نارینه و سره د توپیري چلند په اړه څرګندونې شوې...

لور پالون: زیاتو کسانو موږ ته له ښځو او ترنس جندرو سره د تبعیضي چلند په هکله وویل. د بېلګې په توګه د پاریس په انتظار زونونو کې ښځې او سړي جلا نه ساتل کېږي، ښځې خپلو تابلیتونو او یا صحي اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. کله چې یوه ښځه خپل وسایل ته اړتیا ولري، هغې ته ویل کېږي چې باید مخکې له مخې مسولینو ته اطلاع ورکړې وای. له ښځو سره د ماشومانو په څېر چلند، تحقیر، مجرم ګڼل: وضعیت داسې دی...

دغه راز اومېندوارې ښځې «مهاجرتي ګواښ» ګڼل کېږي ځکه چې پولیس فکر کوي چې دوی یوازې د خپلو ماشومانو د زېږولو لپاره فرانسې ته راغلې دي.

روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدود دی. طبي معاینې د پولیسو په حضور کې ترسره کېږي. دغه راز روغتیایي سندونه او نسخې پولیسو ته ورکول کېږي. ځینو ښځو موږ ته ویلي چې دوی دې ته اړې شوې چې د میل خلاف یې طبي معاینې ترسره کړي.

کډوال نیوز: ایا ماشومان هم د انتظار په زونونو کې ساتل کېږي؟

لور پالون: که څه هم دا د ژنېو کنوانسیون او د ماشومانو حقونو نړیوال کنوانیسون خلاف کار دی، هر کال لسګونه ماشومان د فرانسې په انتظار زونونو کې زنداني کېږي. د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ کې ۲۳۲ کم سنه او بې سرپرسته کسان په انتظار زون کې ساتل کېدل او ۷۷ تنه نور له فرانسې څخه اخراج شوي وو.

د بالغو کسانو په شان د دوی له حقونو څخه هم سرغړونه کېږي. څه موده مخکې یو ماشوم د جعلي پاسپورټ په وسیله استراسبورګ ته ورغلی و. هغه زموږ په مرسته د خپلې غوښتنې د ثبتولو لپاره څو ورځې زاپي کې تېرې وکړې. بیا د فرانسې قانون له مخې د ماشومانو سره ټولنیز مرستې ته وسپارل شو. خو په ورته مهال پولیسو د جعل او د جعلي سند د کارولو په خاطر پر نوموړي مهاجر شکایت درج کړی و، حال دا چې د ژنېو کنوانسیون پر اساس د کم سن کس پر وړاندې شکایت درج کول ممکن نه دی. د محاکمې پر مهال مو قاضي ته وویل چې هغه ماشوم دی. بیا محاکمه لغوه شوه.

د روان کال د سپټمبر پر ۲۴مه د ماشومامتوب او بندي کېدو په اړه د قانون مسوده د فرانسې ملي شورا ته وړاندې شوه. دغه راز د بشري حقونو ملي شورا وړاندیز وکړ چې د ماشومانو بندي کول باید محدود شي. موږ غوښتل چې انتظار زونونو کې د ماشومانو زنداني کول پای ته ورسېږي. خو غوښتنه مو رد شوه.

کډوال نیوز: انتظار زونونو کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره څه وړاندیزونه لرئ؟

لور پالون: انافې پرېکړه کړې چې د خپل راپور په پای کې وړاندیز و نه لري. خو یوازېنی پیغام مو دا دی چې د بهرنیانو اداري بند ته باید د پای تکی کېښودل شي.   

 

نورې ليکنې