د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۲مه. کرېډېت:  د دنکرک د ژغورنې ملي ټولنه
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۲مه. کرېډېت: د دنکرک د ژغورنې ملي ټولنه

د قضایي همکاریو اروپایي ټولنې یا یوروجست وایي چې پرون پنجشنبه د سپټمبر ۳۰مه د اروپایي هیوادونو د ګډو عملیاتو پر مهال ۱۲ شکمن کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

یوروجست وایي چې دغو کسانو د کوچنیو بېړیو په وسیله د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه برتانیا ته د مهاجرو په انتقالولو سره د «سلګونو» کسانو ژوند په خطر کې اچولی دی.

یوروجست په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ۷ کسان په فرانسه، ۳ کسان په برتانیا او ۲ نور په هالنډ کې نیول شوي دي. خبرپاڼه کې د قاچاق شویو مهاجرو شمېر نه دی څرګند.

داسې ګومان کېږي چې دغې قاچاقي ډلې برتانیا ته تلونکي هر یو مهاجر څخه د ۳۰۰۰ یورو په اخیستلو سره «ډېرې مالي ګټې» ترلاسه کړې وي.

پولیسو دغه راز له دغو کسانو څخه ۱۰ موټور لرونکې بېړۍ، موټرونه، تر ۱۵۰ ډېر د ژغورونې واسکټونه او نږدې ۴۸۰۰۰ یورو ترلاسه کړې دي. یوروجست زیاتوي چې نیول شوي کسان هغه ایرانیان دي چې فرانسې، هالنډ او برتانیا کې اوسېدل.

د سرچینې په حواله یاد عملیات چې تېره دوشنبه پیل شول د اروپا د پولیسو اژانس یا یوروپول او دغه راز برتانوي، فرانسوي، بلجیمي او هالنډي چارواکو ګډون درلود.

یوه میاشت کې نږدې ۲۰۰۰ مهاجر برتانیا ته رسېدلي

په ورته مهال برتانوي چارواکي وایي چې تېره سپټمبر میاشت نږدې دوه زره مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. د بي بي سي خبریال سیمون جونز په حواله پرون سه شنبه سهار ۲۳ تنه نور چې په دوو کښتیو کې سپاره ول برتانیا ته ورسېدل. نوموړی زیاتوي چې تېره سپټمبر میاشت ۱۹۵۱ مهاجرو په کوچنیو بېړیو کې ځانونه برتانوي سواحلو ته رسولي دي.

تېره جولای میاشت مانش کانال کې د فعالو قاچاقي ډلو د مبارزې په خاطر د فرانسې او برتانیا ترمنځ د یو استخباراتي واحد له جوړېدو راهیسې فرانسه کې د انساني قاچاقو په تړاو ۹۸ شکمن کسان نیول شوي. د دغو کسانو له ډلې ۱۰ تنه یې محکوم شوي دي.

د جرایمو پر وړاندې د مبارزې برتانوی اژانس په یوه خبرپاڼه کې وایي چې همدا شان د نږدې ۵۰۰ هغو مهاجرو مخه نیول شوې چې غوښتل یې برتانیا ته ځان ورسوي. 

د یاد اژانس مرستیال متیو لونګ ویلي: «موږ ډاډه یو چې دغه جرمي ډلې له منځه یوسو، هر چېرې چې دوی فعالیت وکړي، په برتانیا، فرانسه او یا د اروپا په نورو هیوادونو کې. دغه ډلې بې شرمې دي او مهاجر استثماروي...»

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې له ټولنیزو شبکو څخه غوښتنه وکړه چې د جرمي ډلو له خوا د دغو شبکو له لارې د قاچاقي کارونو د پر مخ وړلو مخه و نیسي.

بل پلو د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ویلي چې ډاډه ده د مانش له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ مخنیوی وکړي.

 

نورې ليکنې