د کارا تېپه کمپ
د کارا تېپه کمپ

د مالېتزر په نوم کليسايي مرستندويه سازمان په يوناني ټاپو ليسبوس کي د مهاجرو وضعيت د اندېښنې وړ او حالات «فاجعه وي» بللي دي.

د مالتېزر مرستندويه سازمان پر آلمان او اروپا په ليسبوس ټاپو کي د مهاجرو سره د لا «بشري چلن» کولو ږغ کړی دی. د آلمان په راينلاند فالڅ ايالت کي د ياد سازمان د مهاجرت د دفتر رئيس، بهروز اسدي په دې تړاو د کاتوليکي خبري آژانس سره خبري کړي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ وويل چي پخپله سيمي ته ورغلی او له نژدې يې ټول حالات په خپلو سترګو ليدلي دي. هغه زياته کړه: «دمګړی هلته د توشنابونو او برېښنا کمښت دی. په مني کي به څه کيږي کله چي بارانونه زيات او د سمندر سطحه جګه سي؟» په ليسبوس کي د مهاجرو نوی جوړ کړل سوی کمپ د ساحل سره بر څنډه پروت دی.

اسدي ويلي چي د ياد کمپ مهاجر نارينه کولای سي چي ځان د سمندر په اوبو کي ومينځي خو مېرمني او ماشومان د ځان مينځلو امکانات نه لري: «په هره کږدۍ کي د څلورو او پنځو تر منځ غړي لرونکي کورنۍ ځای پر ځای کړل سوي دي. هلته هيڅ شخصي محرموالی نسته. هغه کسان چي يوازي دي، هغوی بايد په اتو يا نهه نفرو يو کږدۍ سره شريکه کړي.»

د مالتېزر کارپوه اسدي وايي چي د يادو ستونزو تر څنګ يو شمېر نوري ستونزي هم سته دي چي پکښي د مرستندويه سازمانونو له پاره هغه خنډونه دي چي له کبله يې هغوی خپل کار په سمه توګه نه سي کولای. د هغه په وينا چي چارواکي ورته د دغو خنډونو لامل روغتيايي، د نظافت او امنيتي ګواښونه يادوي. اسدي زياتوي چي نوی دغه مهاجر کمپ تر زياتي اندازې منزوي دی. د دغه مرستندويه په وينا: «بل زه داسي احساس کوم چي هلته زيات مرستندويه سازمانونه غيرمطلوب دي او له دې کبله يې په کارونو کي خنډونه رامنځ ته کړل کيږي.»

اسدي اټکل کوي چي په ليسبوس ټاپو کي جوړ سوي دغه مهاجر کمپ ته د «عبوري کمپ» خطاب کیږي خو د هغه په وينا هغه اټکل کوي چي دغه کمپ به په دايمي توګه د موريا کمپ په شان پاته سي. نوموړي په آلمان او اروپا کي بر خلکو ږغ وکړ: «اروپا بايد يوه مثال جوړ کړي او انسانان په عادلانه توګه ومني، په زياته زاړه، ناروغ، ماشومان او کمسنه بې سرپرسته ماشومان او په همدې شان په کرونا اخته سوي هغه کسان چي اضطراري مرستو ته اړتيا لري.»

د مالتېزر د دغه کارپوه په وينا آلمان بايد تر هغه څخه زيات مهاجر ومني لکه تر اوسه چي يې اعلان کړی دي. هغه زياته کړې:«کله چي ښارګوټي او ښارونه وايي چي چمتو دي نو بايد حکومت هم عملي اقدام وکړي.»

د اسدي په وينا دا د انسانيت يوه نښخه ده چي د موريا کمپ بايد راتلونکي ته يو عبرت وګڼل سي. د يونان په ليسبوس ټاپو کي واقع د موريا کمپ درې اونۍ تر مخه د اورلګېدنې له کبله له منځه تللی ؤ. له دې کبله شاوخوا هلته ځای پر ځای ۱۲۰۰۰ مهاجر بې سرپناه سوي ول چي اوس يې زياتي برخي ته نوی د خيمو کمپ جوړ کړل سوی دی. موريا کمپ په اصل کي د ۳۰۰۰ مهاجرو له پاره جوړ کړل سوی ؤ خو پکښي څو چند زياته مهاجر اوسېدل.

د مالتېزر مرستندويه سازمان په وينا په تيرو ورځو کي يې په ليسبوس کي پر مهاجرو د نظافت سامان، شړۍ او درمل د خپلو ځايي مرستندويانو په مرسته ويشلي دي. دغه مرستندويان د نورو مهاجرو تر څنګ په کارا تېپه کي د مېرمنو د يو بې نومي کور سره هم مرسته کوي چي پکښي ۲۰۰ داسي مېرمني او د هغوی ماشومان اوسیږي چي يوازي دي.

ک.ن.ا./ا.ا.

 

نورې ليکنې