د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۳۰مه. بنګله دېشی مهاجر د بوسنیا په ولیکا کلادوشا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، مارکو دیوریکا
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۳۰مه. بنګله دېشی مهاجر د بوسنیا په ولیکا کلادوشا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، مارکو دیوریکا

د انا سانا سیمې چارواکو بیهاچ ښار ته نږدې له بیرا کمپ څخه سلګونه مهاجر ایستلي دي. دغه مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له خوا اداره کېږي. چارواکو دغه کسان لیپا کمپ ته انتقال کړي چې له مهاجرو ډک دی او د ژمي لپاره کافي امکانات نه لري. په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان دا اقدام غیرانساني او عبث بولي.

پرون چهارشنبه د سپټمبر ۳۰مه د کراجینا سیمې چارواکو بیهاچ ښار ته نږدې د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې کمپ خالي کړ. د دغو عملیاتو په پایله کې نږدې ۳۵۰۰ کسان لیپا کمپ ته استول شوي او نور مهاجر ځنګلي سیمو کې پرېښودل شوي دي.

بوسنیا چې نږدې ۱۰۰۰۰ مهاجر پکې ایسار پاتې دي د امکاناتو له کموالي سره مخ ده. دغه هیواد کې له ۴ کسانو یو یې د مهاجرو استوګنځیو څخه بهر اوسېږي.

په ورته مهال بوسنیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د ماموریت مشر پیتر وان دېر اوېرارت اسوشیتد پرس ته ویلي چې دغه کمپ چې تېر اپریل پرانیستل شوی ښایي ډېر ژر وتړل شي. نوموړي زیاته کړه: «کمپ یوازې د پسرلي لپاره جوړ شوی دی.» هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له کمپه ایستل شوي کسان به په سړه هوا کې پر سړکونو شپې سبا وکړې.

د نوموړي په حواله د مهاجرو کمپ خالي کول د ځایي اوسېدونکو د غوښتنو ځواب نه دی. هغه زیاتوي: «دا به یوازې بیهاچ ښار او ښار ته څېرمه د هغو کسانو شمېر کې زیاتوالی راولی چې پر سړکونو ژوند تېروي.»

د کراجینا سیمې چارواکي په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د مهاجرو یو بل کمپ هم وتړي چې ۷۰۰ کسان پکې اوسېږي. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دوی به چېرته انتقال شي.

سیمه کې نږدې ۷۰۰۰ مهاجر اوسېږي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره بوسنیا کې ټولټال ۷ کمپونه لري چې ۵ یې په کراجینا سیمه کې دي. دمګړۍ دغو کمپونو کې نږدې ۷۰۰۰ کسان ژوند کوي. بوسنیا کې د ایسارو مهاجرو لویه برخه د کراجینا سیمې په کمپونو کې اوسېږي. خو ځایي چارواکو ویلي چې دوی په پام کې لري چې دغه کمپونه وتړي. 

په تېرو دوو اونیو کې هغو مهاجرو چې له مرکزونو څخه ایستل شوي وو د کراجینا سیمې په ځنګلونو، تشو ودانیو او سړکونو کې خیمې درولې دي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: بوسنیایي چارواکي مهاجرو ته د هرکلي په مرکزونو کې ځای نه ورکوي

تر دې دمه اروپایي ټولنې بوسنیا سره د مهاجرو مسلې په تړاو د ۶۰ میلیونو یورو په ارزښت مالي مرسته کړې چې لویه برخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې کمپونو ته ځانګړې شوې ده.

 

نورې ليکنې