د مهاجرو د چارو کميساري الوا يوهانسون هم د مسودې په جوړولو کي مرسته کړې.
د مهاجرو د چارو کميساري الوا يوهانسون هم د مسودې په جوړولو کي مرسته کړې.

د اروپايي کميسيون له خوا تېره اونۍ د مهاجرت د سياست او پاليسيو په تړاو د يو نوي تړون مسوده معرفي کړل سوه. دغه مسوده هم ستايل سوې او هم ورباندي نيوکي کيږي.

د اروپايي اتحاديې له پاره د مهاجرت په تړاو د سياست او پاليسۍ له پاره د اروپايي کميسيون له خوا وړاندي سوې مسوده باندي تاوده بحثونه ادامه لري. که له يو اړخ څخه بعضي دغه مسوده پر سم او صحيح استقامت د حرکت پيلامه بولي، نو له بل اړخه د ناسمې ليکلاري او د وضعې د لا خرابېدو څخه خبره کوي. د اروپايي اتحاديې د کميسيون رئيسي اورزولا فون دېر لاين تېره اونۍ په بروکسل کي ياده مسوده معرفي کړه. د دغې مسودې مرکزي ټکي د پناه غوښتني پروسه چټکول او پر غړو هيوادونو د مهاجرو او مسؤليتونو د عادلانه ويش وړانديز کول دي.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) په بنيادي توګه دغه مسوده او وړانديز مثبت ارزيابي کړی دی. په آلمان کي د ياد سازمان استازي، فرانک رېموس د اس وي آر په نوم راديويي خپرونې سره د خبرو پر وخت ويلي: «موږ فکر کوو چي دا يو ښه بنياد دی او دا چي ښايي د اروپايي اتحاديې د شورا د دوره يي رواني آلمانۍ مشرۍ تر پای ته رسېدو پوري تفاهم رامنځ ته سي.» د دغه استازي په وينا البته بيا بايد مطرح حقوقي سوالونه جواب کړل سي. د رېموس په وينا تر ټولو مهمه موضوع د مهاجرو د منلو عادلانه پروسه ده: «دا نسي کيدلای چي يوه چټکه پروسه مهم حقوقي څيزونه له پامه وغورځوي.»

د «کينډر هيلفه» په نوم مرستندويه سازمان هم د اروپايي کميسيون د وړانديزونو ستايلي دي. د دغه سازمان په وينا اروپايي اتحاديه اوس کولای سي چي ثابته کړي چي د پناه غوښتنې عادلانه ارزونه د بشري اصولو په پام کي نيولو سره کولای سي. دغه سازمان غوښتنه کړېده چي د وړانديز سوو بدلونونو د عملي کولو په ترڅ کي بايد د مهاجرو انجونو او هلکانو ساتنه بايد مرکزي حيثيت ولري.

زيات تنقيدي نظرونه د مهاجرو له شورا څخه سوي دي. په دغه شورا کي ګڼ شمېر د مهاجرت او ټولنيزو چارو کارپوهان غړيتوب لري. شورا ويلي دي چي «د مهاجرو د ساتنې او محافظت هغه اصول چي د نړيوالو قوانينو او د اروپا له بنيادي ارزښتونو څخه دي» په دغه مسوده کي ورڅخه په توندلارې توګه مخه اړول سوې ده. د دغې شورا په وينا د دې پر ځای چي د مهاجرت د لاملونو د له منځه وړلو او د مهاجرو د محافظت پر زياتولو تمرکز سوی وای، د اروپايي کميسيون په ياده مسوده کي د اروپا د سرحد ساتنې آژانس فرونتکس قوي کولو او پر پوله باندي د پناه غوښتنو پر ارزولو، اخراج او د مهاجر پر ناڅرګند د ويش پر نظام تمرکز سوی دی.

اروپايي کميسيون غواړي چي د پناه غوښتنې د ارزولو پروسه چټکه کړي او مهاجرت باز په عادلانه توګه پر غړو هيوادونو وويشي. په دغو وړانديزونو کي مکلف کوونکي وظايف لکه د مهاجرو هویت، روغتيايي او امنيتي وضعيت معلومول شامل دي. ياد وظايف به د هغه هيواد په غاړه وي چي د لاري يې مهاجر اروپا ته داخليږي. دغه هيواد به مکلف وي چي په پنځو ورځو کي ياد معلومات په لاس راوړي.

د کميسيون د وړانديز له مخي غړي هيوادونه بيا زياتي لاري لري چي د مهاجرت په موضوع کي مرسته وکړي. د بيلګي په توګه دوی کولای سي چي د اروپايي اتحاديې پر باندۍ پوله پراته مهاجر ومني او يا هم د رد سوو مهاجرو د اخراج په ترڅ کي مرسته وکړي.

د وړانديز سوو تغيراتو له مخي بايد و خپلو هيوادونو ته د مهاجرو د بېرته لېږد له پاره به اروپايي اتحاديه ځانګړی استازی نوموي. د کميسيون په وينا دمګړی هر کال په اوسط توګه نژدې ۳۷۰ پناه غوښتونکي په اروپا کي رديږي خو له دوی څخه صرف دريمه برخه يې خپلو هيوادونو ته لېږدول کيږي. د وړانديزونو له مخي به اروپايي اتحاديه د هغو هيوادونو سره هم همکاري زياته کړي چي د مهاجرت له پاره ترانزيت هيوادونه دي او يا ورڅخه زيات مهاجر اروپا ته راځي.

ک.ن.ا./ا.ا.

 

نورې ليکنې