۱۳۹ مهاجر د آلمان هانوور ته ورسېدل.September 29, 2020 | Photo: Picture-alliance
۱۳۹ مهاجر د آلمان هانوور ته ورسېدل.September 29, 2020 | Photo: Picture-alliance

د يونان په ليسبوس ټاپو کي واقع موريا کمپ کي اورلګېدنې په زرونو مهاجر بې سرپناه کړل او آلمان له يونان څخه د ۱۵۰۰ مهاجرو منلو ژمنه وکړه. لومړي ۱۳۹ يې آلمان ته ورسېدل.

د موريا په کمپ کي د اورلګېدنې راهيسي لومړي ۱۳۹ مهاجر له يونان څخه آلمان ته د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۳۰مه نېټه) ورسېدل. دغه ډله چي د يوې الوتکي په مرسته د آلمان هانوور ته ورسېدله پکښي ۵۱ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چي د موريا په کمپ کي له اورلګېدني څخه اغېزمن سوي ول. دغه معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت ورکړي دي. زياته سوې ده چي په رارسېدلو مهاجرو کي ۱۷ ناروغان او د هغوی د کورنۍ ۸۸ غړي او ماشومان هم شامل دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر څو وخت مخکي لا دې ته چمتووالی ښودلی ؤ چي په ټوليزه توګه به له يونان څخه ۲۴۳ ماشوم او ناروغ مهاجر ومني. د چهارشنبې په ورځ په رسېدلو مهاجرو کي د زېهوفر له خوا ژمنه سوو کسانو څخه ۱۷ ماشومان او د هغوی کورنۍ هم شاملي دي. د آلمان حکومت د دې تر څنګ ويلي ول چي له هغو ۴۰۰ يوازي ماشوم مهاجرو څخه به ۱۵۰ له يونان څخه ومني چي په موريا کمپ کي د اورلګېدنې له کبله د يونان مرکزي وچي ته انتقال کړل سوي ول. د چهارشنبې په ورځ و آلمان ته په رسېدلو مهاجرو کي ۵۱ له يادي ډلې ماشوم مهاجر هم شامل دي.

د آلمان حکومت د دې تر څنګ ويلي ول چي نو ۱۵۵۳ مهاجر له يوناني ټاپوګانو څخه ومني. دا هغه کسان چي د يونان چارواکو تر مخه لا د محافظت مستحق بللي ول. د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د يادو مهاجرو انتقال به ډېر ژر پېل سي.

ياد مهاجر به د آلمان په بايرن، بادن ويورتمبېرګ، برلين، نيدرزاکسن، هيسن، هامبورګ، نارد راين وېستفالن او شليسويګ هولشتاين ايالتونو باندي ووېشل سي. 

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا په روان کال کي په ټوليزه توګه ۷۱۳ مهاجر له يونان څخه منل سوي چي په کښي ۱۰۴ يوازي کمسن مهاجر او ۱۴۲ نور ماشومان شامل دي. هغوی د الوتکي په مرسته آلمان ته راوستل سوي دي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې