اوشېن وایکنګ د ایټالیا امپېدوکلې بندر کې درول شوی. کرېډېټ: انسا
اوشېن وایکنګ د ایټالیا امپېدوکلې بندر کې درول شوی. کرېډېټ: انسا

د جولای میاشتې له پیله راهیسې ایټالوي چارواکو د «تخنیکي ستونزو» له کبله ۴ بشردوستانه بېړۍ درولې دي. دوې نورې کښتۍ د کورونا ویروس وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر قرنطین لاندې دي. په ورته مهال د مهاجرو د حقونو مدافعان وایي چې چارواکي مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې عملیاتونو پر وړاندې «خنډونه» جوړوي.

د سپټمبر پر ۳۰مه د مدیترانې په ژغورنې او لټون زون کې د مهاجرو د ژغورنې لپاره هېڅ کښتۍ نه وه موجوده. په داسې حال کې چې سږ کال مرکزي مدیترانه کې نږدې ۲۰۰ مهاجر ډوب شوي، د بشردوستانه کښتیو نشتوالي سمندر کې د مهاجرو د مرګ په اړه اندېښنې راپارولې دي.

دمګړي بشردوستانه کښتۍ چېرې دي؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.

  • اوشېن وایکنګ کښتۍ د جولای له ۲۲مې راهیسې د سیسیل په پورتو امپېدوکلې بندر کې بنده پاتې

اس او اس مدیترانې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایټالیا ساحلي ځواکونو له خوا تر ۱۱ ساعتونو پلټنو وروسته اوشېن وایکنګ د یوې نامعلومې مودې لپاره درول شوی دی. د ایټالیا ساحلي ځواکونه بیا وایي چې دغه کښتۍ یې د «تخنیکي او عملیاتي ستونزو» له امله درولې ده.

دوی زیاته کړې چې دغه ستونزې نه یوازې د کښتۍ او کارکوونکو امنیت یې په خطر کې اچوي بلکې د ژغورل شویو کسانو امنیت هم په خطر کې اچولی شي. ایټالوي چارواکو دغه راز ویلي چې یادې کښتۍ د «سمندري چاپېریال دساتنې له قواعدو څخه سرغړونه» کړې ده. اوشېن وایکنګ د یادو ستونزو تر هوارولو پورې «اداري بند» کې دی. اس او اس مدیترانې سازمان کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې دوی به د اوشېن وایکنګ د خوشې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

اوشېن وایکنګ د جولای پر ۶مه ایټالیا کې لنګر اچولی و. د کښتۍ کارکوونکو بېا ۱۴ ورځې تر قرنطین لاندې تېرې کړې.

  • سي واچ ۳ د جولای پر ۸مه د ایټالوي چارواکو له خوا ودرول شوه

ایټالیا وایي چې د «تخنیکي او عملیاتي ستونزې» له کبله یې سي واچ ۳ کښتۍ درولې ده. دغه کښتۍ به تر هغه وخت د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو اجازه و نه لري چې یادې ستونزې هوارې کړي. د ایټالیا ساحلي ځواکونو ویلي چې د ځینو ستونزو د هوارولو دنده د جرمني پر غاړه ده. خو دوی د دغو ستونزو د ماهیت په اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو سي واچ سازمان کډوال نیوز ته وایي چې اوس د قضایي حل لارو او د وضعیت د ارزولو په حال کې دی. دغه سازمان هیله لري چې ډېر ژر به خپل فعالیتونه پیل کړي.

سي واچ ۳ د جون پر ۲۱مه له مدیترانې څخه ژغورل شوي نږدې ۲۰۰ مهاجر یوې ایټالوۍ کښتۍ ته انتقال کړل. د کښتۍ ۳ کارکوونکو بیا د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۱۴ ورځې تر قرنطین لاندې تېرې کړې. تېر کال سي واچ ۳ د پنځو میاشتو لپاره درول شوې وه.

  • سي واچ ۴ کښتۍ د سپټمبر له ۱۹مې راهیسې د سیسیل په پالرمو بندر کې بنده پاتې ده

سي واچ ۴ کښتۍ د سپټمبر له ۱۹ مې راهیسې ایټالیا کې بنده پاتې ده. د یادې کښتۍ کارکوونکي پر دې تورن شوي وو چې که څه هم مهاجر په سمندر کې له ستونزو سره مخ شوي نه وي، خو دوی په «سیستماتیکه توګه» دغه کسان ژغوري. چارواکو دغه راز ویلي وو چې کښتۍ کې د ژغورنې زیات واسکټونه وو او د خالي کولو سیستم کې یې نیمګړتیاوې موجودې وې.

په ورته مهال د ژغورنې او لټون په چارو کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې مشر الېن وان دېر ولدېن ویلي چې اروپایي چارواکي د سمندري پروسیجرونه څخه سرغړونه کوي او ناوړه ګټه ترې اخلي. 

سي واچ ۴ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه د ژغورل شویو ۲۰۰ مهاجرو سره د سپتمبر پر لومړۍ نېټه پالرمو بندر کې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړه. د کښتۍ کارکوونکو بیا د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر ۱۴ ورځې تر قرنطین لاندې تېرې کړې.

  • اوپن ارمز د سیسیل پالرمو بندر کې قرنطین شوی دی

د اسپانوي سازمان پرواکتیوا اوپن ارمز کښتۍ د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۴۰ مهاجر یوې ایټالوۍ کښتۍ ته انتقال کړل. یاد مهاجر د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ایټالوۍ کښتۍ کې قرنطین شوي دي.  

یاد سازمان کډوال نیوز ته وایي چې د کښتۍ د کارکوونکو قرنطین به د جمعې په ورځ (اکټوبر ۲) پای ته ورسېږي. اوپن ارمز د نورو کښتیو په شان ویره لري چې د ایټالوي چارواکو له خوا ودرول شي.

  • الان کردي د ساردینیا په بندر کې د سپټمبر له ۲۶مې راهیسې تر قرنطین لاندې ده

 تمه ده چې د کښتۍ د کارکوونکو قرنطین د اکټوبر پر ۱۰مه پای ته ورسېږي. یاده کښتۍ د سپټمپر پر ۲۶مه له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۲۵ مهاجر ساردینیا بندر کې ښکته کړل. الان کردي د اوپن ارمز په څېر ویره لري چې له قرنطین وروسته د ایټالوي چارواکو له خوا ودرول شي.

سي ای سازمان کډوال نیوز ته وایي چې دوی د کښتۍ ټولې هغې تخنیکي ستونزې هوارې کړې چې ایټالوي چارواکو په ګوته کړې وې. دغه سازمان زیاتوي: «دوی مو د کښتۍ د درولو لپاره دغه ادعاوې مطرح وکړې. که څه هم زموږ کښتۍ باالکل له معیارونو سره برابره وه، خو د خلکو د ژغورنې لپاره مو کښتۍ کې ځینې شیان بدل کړل.»

  • مار جونیو کښتۍ د سپټمبر له ۲۴مې راهیسې د سیسیل په اګوستا بندر کې بنده ده

په داسې حال کې چې دغه کښتۍ د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو لپاره چمتووالی ښيي، خو ایټالوي چارواکو کښتۍ ته د دوو کارکوونکو د ختلو مخه نیولې ده.

د مدیترانیا مشر په یوه خبرپاڼه کې وایي: «د حکومت موخه دا ده چې سمندر کې د ټولو ولسي سازمانونو مخه ونیسي کوم چې د څېړنې، نظارت او ژغورنې فعالیتونه ترسره کوي.» خبرپاڼه کې زیاته شوې: «مدافع وکیلان مو د خودسرانه او غیرقانوني قواعدو پر وړاندې د استیناف غوښتنې پر سر غور کوي.»

د سپټمپر پر ۱۱مه د ماېرسک اتین کښتۍ له خوا ژغورل شوي ۲۷ مهاجر مار جونیو ته انتقال شول. دغه کسان د څو اونیو لپاره ماېرسک اتین کښتۍ کې بند پاتې ول. دوی بالاخره د سپټمبر پر ۱۲مه سیسیل کې ښکته شول.

  • لویز میشل د اسپانیا په بوریانا بندر کې دی

د مشهور هنرمند بانکسي بشردوستانه کښتۍ د اګست پر ۱۷مه مدیترانه کې د درېو عملیاتو پر مهال ۲۰۰ مهاجر وژغورل. دوه ورځې وروسته ایټالوي چارواکو کښتۍ کې سپاره ۴۹ زیان منونکي کسان ومنل. خو پاتې مهاجر سي واچ ۴ کښتۍ ته انتقال شول.

سي واچ ۴ کې سپاره مهاجر د سپټمبر پر لومړۍ نېټه سیسیل کې تر ښکته کېدو مخکې قرنطین شول.

لویز میشل بیا د بوریانا بندر په لور روان شو. د کښتۍ کارکوونکو کډوال نیوز ته د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو په اړه څه نه دي ویلي.

 

نورې ليکنې