مانش کې د سمندري پولو جوړول، د آرام بحر پر یو ټاپو او یا د سکاتلنډ ساحلي اوبو ته څېرمه کښتیو کې د پناه غوښتونکو مېشتول، مراکش او مالداویا کې د توقیف خونو پرانیستل... برتانوي چارواکي دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
تېره سپټمبر میاشت ۱۹۵۱ مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي او یو بی ساری رکارډ یې ثبت کړی دی. برتانوي چارواکو د مهاجرو دغې څپې د مخنیوي لپاره شوک ورکوونکي وړاندیزونه کړي دي.
بیا ولولئ: د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو ۱۲ قاچاق وړونکي نیول شوي
تېره چهارشنبه د سپټمبر ۳مه د برتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون یو ویاند وویل: موږ د ناقانونه کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه خپل سیاستونه اصلاح کوو... جرمونو او له سیستمه ناسمه ګټه اخیستلو ته هم اجازه نه ورکوو.»
مانش کې خنډونه
په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره مانش کانال کې د سمندري پولې د جوړولو بېلابېل وړاندیزونه شوي دي. یو وړاندیز دا دی چې د مانش په ځینو برخو کې خنډونه جوړ شي. بل وړاندیز دا دی چې کوچنۍ کښتۍ له یوې بلې سره وتړل شي او د مهاجرو پر مخ د خنډونو په توګه وکارول شي. حکومت دغه راز وړاندیز کړی چې مانش کې باید داسې کښتۍ ولاړې وي چې څپې جوړونکي پمپونه ولري او مهاجر دې ته اړ کړي چې بېرته پر شا وګرځي. خو دا وړاندیز د مهاجرو د ډکو کښتیو د ډوبېدو د ګواښ له امله رد شوی دی.
بل پلو د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د پناه غوښتونکو د لرې کولو په هکله بېلابېل وړاندیزونه کوي. د دغه هیواد د کورنیو چارو زیرې پریتي پاتل له سیاسي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې مهاجر له انګلستانه بهر انتقال کړي.
پناه غوښتونکي باید ټاپوګانو او یا کښتیو ته انتقال شي
د برتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمرز له مخې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت اتلانتیک بحر کې پروت برتانوی اسنشن ټاپو کې د مهاجرو یو مرکز د جوړولو وړاندیز کړی. خو دغه وړاندیز چې د استرالیا د مهاجرتي موډل پر بنسټ جوړ شوی رد شوی دی. یو بل وړاندیز دا و چې پناه غوښتونکي د سکاتلنډ په ساحلي اوبو کې ولاړو کښتیو ته انتقال شي. خو د سکاتلنډ لومړي وزیر نیکولا سترګون «توقیف ځيو کې له انسانانو سره د حیواناتو په شان هر ډول چلند» رد کړی.
اوس حکومت د پناه غوښتونکو د تجریدولو لپاره نوې لارې چارې لټوي. فایننشال ټایمز زیاتوي چې برتانوي چارواکو په پام کې لري چې کښتۍ وپېري او پناه غوښتونکو ته یې ځانګړې کړي. یو بل وړاندیز دا و چې شمالي سمندر کې ولاړې کښتۍ مهاجرو ته ځانګړې شي، خو دغه وړاندیز هم رد شوی دی.
دریمو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو مرکزونه
د برتانوۍ رسنیو په حواله وروستی وړاندیز دا دی چې پناه غوښتونکي مالداویا ، مراکش او یا پاپ نوې ګینیا ته ولېږدول شي. خو ګاردین وایي چې د کورنیو اسنادو له مخې دا اقدام د قضایي، مالي او یا دېپلوماتیکو ستونځو له امله د عملي کېدو وړ نه دی.
فایننشال ټایمز د مهاجرت د حق وکیل کالن یو له قوله وایي چې درېمو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو مرکزونو جوړول له ژنېو کنوانیسون سره په ټکړ کې دي .هغه زیاته کړې چې د مهاجرو کنوانسیون له مخې دولتونه حق نه لري چې مهاجر په غیر مستقیمه توګه بېرته د دوی اصلي هیوادونو واستوي.
که څه هم دا وړاندیزونه تر اوسه عملي شوي نه دي، خو د بشري حقونو مدافع بنسټونو د حکومت پر دریځ نیوکې کړې دي. د برتانیا حکومت بیا ویلي چې برتانیا هغو خلکو ته چې ساتنې ته اړتیا لري تل پناه ورکړې او «ویاړلی تاریخ» لري. بي بي سي د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله ویلي چې «لسګونو زره کسانو برتانیا ته کې خپل ژوند پیل کړی او موږ په راتلونکي کې د [مهاجرت] د قانوني او خوندو لارو برابرولو ته ادامه ورکوو.»