د سپتمبر ۲۹مه. مهاجر د بوسنیا ولیکا کلادوشا سیمې ته څېرمه. دوی هڅه کوي چې له پولې په تېرېدو سره ځان کروېشیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز، مارکو دیوریکا
د سپتمبر ۲۹مه. مهاجر د بوسنیا ولیکا کلادوشا سیمې ته څېرمه. دوی هڅه کوي چې له پولې په تېرېدو سره ځان کروېشیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز، مارکو دیوریکا

بوسنیایي پولیسو پرون پنجشنبه وویل چې د دغه هیواد په شمال لوېدیځه سیمه کې د مهاجرو ترمنځ د شخړې په پایله کې دوه کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې چې ځایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ بیهاچ ښار ته نږدې له بیرا مرکز څخه سلګونه مهاجر لیپیا کمپ ته انتقال کړل.

د بیهاچ سیمه ییز پولیس ویاند ال سیلیدېدیک ویلي چې شخړه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې د ۱۰ تنو روغتیایی وضعیت نازک دی. د نوموړي په حواله د افغان او پاکستاني کډوالو ترمنځ دغه شخړه د چهارشنبې په ورځې رامنځ ته شوې.

ښاغلي سیلیدېدېک زیاته کړه چې شخړه د پولیسو او مهاجرو ترمنځ نه بلکې یوازې د مهاجرو ترمنځ وه.

په کال ۲۰۱۵ کې د اروپایي ټولنې د پولو له تړل کېدو راهیسې بوسنیا د اسیا، منځنۍ اسیا او شمالي افریقا څخه راغلو مهاجرو لپاره پر ترانزیټ لاره بدله شوې ده. ډېری کسان د اروپایي ټولنې غړی هیواد کروېشیا ته د ننوتلو په هیله د بوسنیا شمال ختیځې سیمې ته ځان رسوي.

دمګړۍ بوسنیا کې د مهاجرو شمېر نږدې ۱۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي. د دغو کسانو له ډلې څخه ډېری یې په ځنګلي سیمو، تشو ودانیو او یا د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.

بل لور ته د بوسنیا د شمال ختیځې سیمې ځایي چارواکو د مهاجرو د هرکلي مرکزونو د تړلو لړۍ پیل کړې ده. دوی وایي چې دغه کمپونه ډک دي او د بوسنیا نورې سیمې هم باید د مهاجرو د ستونزې د هوارولو په برخه کې ونډه واخلي.

چارواکو تېره چهارشنبه ۳۵۰ مهاجر له څخه لیپا کمپ ته انتقال کړل چې نږدې ۱۰۰۰ کسان پکې اوسېږي. بوسنیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له مخې دغه کسان اړ دي چې په سړه هوا کې شپه سبا وکړي ځکه چې کمپ کې د ژمي لپاره هېڅ ډول امکانات نشته.

نوموړه زیاته کړه: «[د چارواکو دا اقدام] به به یوازې بیهاچ ښار او ښار ته څېرمه د هغو کسانو شمېر کې زیاتوالی راولی چې پر سړکونو ژوند تېروي.»

نوموړي د بوسنیا له ملي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د یوي بشردوستانه کړکېچ مخه ونیسي او د کمسنه کسانو په ګډون ټولو مهاجرو ته سرپناه برابره کړي.

 

نورې ليکنې