د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۱مه. ماتیو سالویني د سیمه ییزو ټاکنو پر مهال. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۱مه. ماتیو سالویني د سیمه ییزو ټاکنو پر مهال. کرېډېټ: رویترز

ټاکل شوې چې د ایټالیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر ماتیو سالویني راتلونکې شنبه د مهاجرو د بندولو په تور د قاضي حضور ته حاضر شي. قاضي به بیا پرېکړه وکړي چې هغه تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي که نه.

د ایټالیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر ماتیو سالویني به راتلونکې شبنه د اکټوبر ۳مه د یوه قاضي حضور ته حاضر شي. د لیګ په نامه د ښې اړخې افراطي ګوند مشر په ۲۰۱۹ کې د ایټالیا د ساحلي ځواکونو ګرېګورېتي کښتۍ کې د ۱۱۶ مهاجرو په بندولو او له واکه په ناسمه ګټه اخیستلو تورن دی.

دغه مهاجر چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو د ایټالیا د ساحلي ګارد په کښتۍ کې نږدې یوه اونۍ تېره کړه. خو سالویني دغو کسانو ته د ایټالیا په بندرونو کې د ښکته کېدو اجازه ور نه کړه.

تېره فبروري میاشت د ایټالیا سنا د ښاغلي سالویني قانوني معافیت لړې کړ چې په پایله کې یې د نوموړي د عدلي تعقیب زمینه برابره شوه. خو سالویني یو ځل بیا له خپل دریځ څخه دفاع کړه وه.

څه موده مخکې نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي وو: «زه به د ایټالیا او ایټالویانو څخه د دفاع کولو تور ومنم.» تېره چهارشنبه هغه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د یو «ارام وجدان په لرلو او له دې ویاړ سره چې له ایټالیا څخه یې دفاع کړې» محکمې ته حاضرېږي.

د ایټالیا د قضایي سیستم له مخې تورن کس لومړی د یو قاضي حضور ته حاضرېږي. دغه اورېدنه کې د دعوا دواړې خواوې د قضیې په اړه خپل دلایل وړاندې کوي. قاضي به بیا پرېکړه وکړي چې دوسیه باید محکمې ته راجع شي که نه.

که څه هم څارنوال د دوسیې د تړلو غوښتنه کولی شي، خو قاضي صلاحیت لري چې د څارنوال د غوښتنې په ردولو سره عامې وزارت ته د دوسیې د پرانیستلو امر وکړي. د ایټالوي رسنیو له مخې قاضي دنده لري چې تر دوو او یا درېو اورېدنو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

په ورته مهال ایتالوی قاضي نونزیو سارپیترو ځایي رسنۍ لا رپوبلیکا ته ویلي ژمنه کوي چې د سالویني محاکمه د نورو ایټالویانو په څېر عادلانه وي.

د ایټالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر چې ښایي په ۱۵ کاله بند محکوم شي ټینګار کړی چې خپله دنده یې ترسره کړې ده.

دا هم ممکنه ده چې نوموړی د سیسیل پالرمو سیمه کې د عدلي او قضایي ارګانونو له تعقیب سره مخ شي. په ۲۰۱۹ کې سالویني لمپدوسا ټاپو ته نږدې یوه کښتۍ کې د مهاجرو په بندولو تورن دی. یاد مهاجر د ۱۹ ورځو لپاره ژغورونکې کښتۍ اوپن ارمز کې ایسار پاتې وو.

 

نورې ليکنې