د فرانسې د لیل ښار څارنوالي وایي چې تېره جمعه د اکټوبر میاشتې ۲مه د مانش کانال له لارې له فرانسې نه برتانیا ته د مهاجرو په قاچاق ۵ تورن کسان محاکمه شوي دي. پر دغو کسانو تور و چې مانش کانال کې یې د مهاجرو د قاچاق لپاره یوه «مهمه ډله» جوړه کړې ده.
دغه کسان تېره پنجشنبه د سپټمبر ۳۱مه د اروپا د قضایي همکاریو اژانس یا یوروجست او اروپایي پولیس یا یوروپول د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو. تېره اونۍ یوروجست وویل چې په یو لړ عملیاتو کې یې ټولټال ۱۲ شکمن کسان نیولي دي.
د یوروجست په حواله نیول شوي کسان هغه ایرانیان وو چې فرانسې، هالنډ او برتانیا کې اوسېدل.
بیا ولولئ: د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو ۱۲ قاچاق وړونکي نیول شوي
د لیل څارنوالۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرې اپریل میاشتې راهیسې فرانسوي پلټونکو د یوې داسې قاچاقي شبکې په اړه اطلاع ترلاسه کړې وه چې د کښتیو په وسیله یې له سمندره د مهاجرو د تېرولو لپاره هڅې کولې او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کاوه.
پلټنې د لیل ښار د سیمو ترمنځ د عدلي چارو یو قاضي په هدایت کالې ته نږدې د کوکل د څېړنو ادارې او د غیرقانوني مهاجرت او سند نه لرونکو بهرنیانو د کار مخنیوي مرکزي ادارې له خوا ترسره شوې دي.
تېره دوشنبه د یوروجست او یوروپول په حمایت سره برتانوي، هالنډي او بلجیمي چارواکو ۳ کسان په برتانیا، ۷ کسان په فرانسه او ۲ نور په هالنډ کې ونیول.
د دغو کسانو له ډلې ۵ تنه یې تېره جمعه محاکمه شول چې دمګړۍ ۴ تنه یې په لنډمهال بند او تر عدلي تعقیب لاندې دي.
داسې ګومان کېږي چې دغې قاچاقي ډلې برتانیا ته تلونکي هر یو مهاجر څخه د ۳۰۰۰ یورو په اخیستلو سره «ډېرې مالي ګټې» ترلاسه کړې وي. د یوروجست له مخې پولیسو دغه راز له دغو کسانو څخه ۱۰ موتور لرونکې کښتۍ، موټرونه، تر ۱۵۰ ډېر د ژغورنې واسکټونه او ۴۸۰۰۰ یورو ترلاسه کړې دي.