له ارشیف څخه. کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه. کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د سن – سن – دني او وال – دو – مارن دیپارتمنتونو پرون پنجشنبه د اکټوبر ۵مه وویل چې د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې د فرانسې د دولت شورا ته شکایت کړی چې له مخې یې حکومت له هغو دیپارتمنتونو سره خپله مالي مرسته کموي چې بایومټریک سیستم کې د کم سنه مهاجرو د مشخصاتو له ثبتولو څخه ډډه کوي.

د سن – سن – دني د دیپارتمنت شورا مشر ستېفن تروسل وایي: «دا مالي کارشکني ده.» دغه دیپارتمنت پرون دوشنبه وویل چې د اګست میاشتې پر ۲۰مه د فرانسې دولت شورا ته د حکومت د هغه فرمان پر وړاندې شکایت کړی چې د تېرې جون میاشتې پر ۲۳مه خپور شوی دی. دغه فرمان کې راغلي چې یوازې هغه دیپارتمنتونه د حکومت له مالي مرستو څخه ګټه اخیستلی شي چې بایومټریک سیستم کې د کم سنه او بې سرپرسته بهرنیانو مشخصات ثبت کړي.

بیا ولولئ: فرانسه: د کم سنه کډوالو د مشخصاتو د ثبتولو لپاره بایومټریک سیسټم کارول کېږي

د یاد فرمان له مخې حکومت له ټولو هغو دیپارتمنتونو سره مالي مرسته کوي چې د کم سنه بهرنیانو د عمرونو د ارزولو دنده په غاړه اخلي. فرمان کې زیاته شوې ده چې حکومت به د هر یو مهاجر په عوض له دیپارتمنتونو سره د ۵۰۰ یورو په ارزښت مالي مرسته وکړي.

په ورته مهال د سن – سن – دني او وال – دو – مارن دیپارتمنتونو په خپل شکایت کې لیکلي چې د حکومت مالي مرسته «مشروطه» ده. مانا یې دا چې د پولیسو قومندانۍ د کم سنه مهاجرو د پېژندلو او د دوی د عمرونو د تعیینولو په برخه کې ګډون کوي او وروسته بیا دغه معلومات له مهاجرتي فایلونو سره پرتله کوي.

د شکایت په متن کې دا هم راغلي چې که چېرې یو دیپارتمنت د بایومټریک سیستټم له کارولو څخه ډډه وکړي، له دغه دیپارتمنت سره به دولت د مالي مرستو کچه ټیټه شي.

بیا ولولئ: فرانسه: کم عمره کډوال له یوې سیمې بلې سیمې ته تر انتقالېدو وروسته له حقوقي ستونزو سره مخ کېږي

«د کم سنه مهاجرو شخصي ژوند کې مداخله»

د سن - سن - دني د دیپارتمنت د شورا مشر ستېفن تروسل وایي: «موږ له دې وضعیت څخه ستړي شوي یو... دغه فرمان [پر مهاجرو] اضافي فشار اچوي.»

تر دې دمخه ځینو دیپارتمنتونو د بایومټریک سیستم پر کارولو تنقیدونه کړي وو. سن – سن – دني، پاریس او هوت – ګارون دیپارتمنتونو ویلي وو چې دغه فرمان نه تطبیقوي. د هوت – ګارون دیپارتمنت شورا ټینګار کړی و چې دا هغه سیاست دی چې د ماشومانو ساتنې ته پام نه کوي او هدف یې د مهاجرت مسلې اداره کول دي.

دغه راز د فرانسې د حقونو مدافع ژاک توبون او د محاکمو ملي شورا د یاد فرمان د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. د سکور کاتولیک او سیماد په څېر ځینو سازمانونو ویلي وو چې دا د «کم سنه مهاجرو شخصي ژوند کې مداخله» ده. 

 

نورې ليکنې