له ارشیف. د یونان او شمالي پر پوله سرتېري ګزمه کوي.  کرېدېټ: جورج لیکوفسکی
له ارشیف. د یونان او شمالي پر پوله سرتېري ګزمه کوي. کرېدېټ: جورج لیکوفسکی

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې ۵ تنه یې له یونانه دغه هیواد او له شمالي مقدونیې له لارې صربیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.

پولیسو تېره سه شنبه وویل چې دغه ۵ کسان، چې د شمالي مقدونیې اتباع دي او په ډله کې یې دوه ورونه هم شته، په دې تورن دي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له یونانه نږدې ۱۰۰ افغان، پاکستاني، عراقي او نور مهاجر صربیا ته قاچاق کړي دي.

پولیسو زیاته کړې چې دغې ډلې د مقدونیې سوېلي پولو ته څېرمه د ترانزیتي کورونو یوه شبکه درلوده او له هر یو مهاجر څخه یې ۷۰۰ یورو اخیستلې.

که څه هم د یونان او شمالي مقدونیې ترمنځ پولې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال تړل شوې وې، خو قاچاق ډلې لا هم سیمه کې فعالیت کوي.

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۲مه د شمالي مقدونیې پولیسو وویل چې دوو ورځو کې یې نږدې ۶۱ مهاجر او او د کډوالو د قاچاق په تور۵ شکمن کسان نیولي دي. د پولیسو په حواله نیول شوي قاچاق وړونکي د شمالی مقدونیې اتباع وو او له ترکیې څخه یې یونان ته رسېدلي مهاجر د شمالي مقدونیې او صربستان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالول.

د شمالي مقدونیې پولیسو دا هم ویلي چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې له یونانه دغه هیواد ته د نږدې ۲۵۰۰۰ ناقانونه مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې