د ايران په لار اروپا ته تلونکو پاکستاني کډوالو کې ماشومان هم شامل دي. انځور: ثناالله بلوچ ټويټر
د ايران په لار اروپا ته تلونکو پاکستاني کډوالو کې ماشومان هم شامل دي. انځور: ثناالله بلوچ ټويټر

پاکستان څخه اروپايي هېوادونو ته د ايران له لارې د انساني قاچاق هلې ځلې زياتې شوې دي. حتی په ايران او اروپايي هېوادونو کې د روانې کورونا ويروس وبا هم د انساني قاچاق په لړۍ اغيزه نه ده کړې.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي ای) د سرچينو ترمخه ايران د اګست او سپتمبر په مياشتو کې شاوخوا ۸۰۰۰ پاکستاني ناقانونه کډوال د تفتان په پوله پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي. دغه کسان اروپا ته د رسېدلو په غرض ايران ته داخل شوي وو او پر وړاندې يې د اروپا د سفر ارادې لرلې چې د د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ونیول شول.

پاکستاني ناقانونه کډوالو کې زياتره ځوانان دي. په دوی کې زنانه او ماشومان هم شامل دي. د پلټنو پر مهال زياتره پاکستاني کډوال وايي چې دوی خپل هېواد کې د خراب اقتصادي حالاتو له امله په خطرناکو لارو د اروپا سفر ته تيار شوي دي.

پاکستان کې دننه هم د ايف ايي ای چارواکو او پاکستاني پوليسو د انساني قاچاق پر ضد عملياتو کې يو شمېر کډوال د ايران پولې ته رسېدو څخه وړاندې نيولي دي.

اروپا ته تښتېدونکي کسان عموماً په لاریو کې په پټه د ملک د نورو برخو څخه اول بلوچستان ايالت ته او پر وړاندې د ايران پولې خوا ته سفر کوي. خو ډېری کډوال د ايران پولې رسېدو څخه مخکې د پاکستان بېلابېلو سيمو کې نیول کېږی.

 

نورې ليکنې