د مارچ او جون میاشتې پر مهال د بې سرحده ډاکټرانو کارکوونکو د پاریس په یو جمنازیم کې فعالیت کاوه. انځور: انیېس ورېن لېکا، د بې سرحده ډاکټرانو اداره
د مارچ او جون میاشتې پر مهال د بې سرحده ډاکټرانو کارکوونکو د پاریس په یو جمنازیم کې فعالیت کاوه. انځور: انیېس ورېن لېکا، د بې سرحده ډاکټرانو اداره

د بې سرحده ډاکټرانو نوی راپور ښيي چې د ایل دو فرانس په هرکلي مرکزونو او د بهرنیو کارګرو په استوګنځیو کې زیان منونکي کسان چې په ډله کې یې مهاجر هم دي په کورونا ویروس اخته شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې حکومت باید جمنازیمونو کې د خلکو سرپناه ورکولو عملیات پای ته ورسوي.

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې له مخې د کورونا ویروس کړکېچ له پیله تر تېرې جولای میاشتې پورې له دوو زیان منونکو کسانو څخه یو یې په کورونا ویروس اخته شوی دی. د بې سرحده ډاکټرانو ادارې او د اپي سنټر په نامه اپیدیمولوژیک مرکز د جون ۲۳مه تر جولای ۲مه دغه ازماېښت پر ۸۸ کسانو چې ۹۰ سلنه یې بهرنیان دي ترسره کړی دی.

دغه څېړنه ښيي چې د هرکلي په ۱۰ مرکزونو (جمنازیمونو، هوټلونو او...) کې په کورونا ویروس د اخته کېدو کچه ۵۰،۵ سلنې، د خوړو وېشلو ځایونو کې ۲۷،۸ سلنې، او د سن سن دني د بهرني کارګرو په استوګنځیو کې ۸۸،۷ سلنې ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د عامې روغتیا وزارت په حواله فرانسه کې په کورونا ویروس د اخته کېدو کچه ۸ او پاریس کې ۱۲ سلنه دی.

په ورته مهال د اپي سنټر اپیدیمولوژیست توما رودېرېر وایي چې د کورونا ویروس دومره پېښې یوازې په هند او د برازیل لرو پرتو سیمو کې ثبت شوي دي.

فرانسه کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې مشرې کورین تور سره مرکه.

کډوال نیوز: دا څېړنه څه ښکاره کولی شي؟

کورین تور: شمېرې واضحې دي: که چېرې په یو ځای کې د خلکو شمېر ډېر وي، هلته به د روغتیایي تدابیرو مراعاتول سخت وي او د ویروس د خپرېدو کچه به لوړه وي. بهرنیانو کارګرو استوګنځیو کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر لوړ دی، خو دا د تعجب وړ خبره نه ده: موږ پوهېږو چې هلته یوه خونه کې څلور پنځه کسان ژوند کوي. دا هغه کسان دي چې د قرنطین پر مهال یې کار کاوه [د دلیورو خواړه رسوونکي، اوبر چلوونکي او... د تحریر هیئت]. دغه راز د نورو مرکزونو اوسېدونکو پرتله د دوی عمرونه تر ۵۰ کلونو لوړ دي. په ډله کې یې ځینې کسان ناروغان دي. باید دغو زیان منونکو کسانو ته د روغتیایي تدابیرو لکه واټن نیولو په هکله معلومات ورکړل شي.

هغو ځایونو ته هم باید پام وکړو چې دغو کسانو ته ځانګړي شوي دي. د سرپناه ورکولو عملیات د کورونا ویروس د ډېرېدو لامل دي. مرکزونو او هوټلونو کې دغه کسان یو ځای ډوډۍ خوړي، د خپل صحي وضعیت سره سم سرپناه نه لري، د زیان منونکو کسانو ترمنځ واټن نه مراعاتېږي... جمنازیمونو کې زیان منونکو کسانو ته سرپناه ورکول باید پای ته ورسېږي.

کډوال نیوز: ډېری دغه کسان د حکومت له خوا ور ته برابرو شویو سرپناوو کې په کورونا ویروس اخته شوي دي. دلته یو تناقض نشته؟

کورین تور: د کورونا ویروس وبا پر وړاندې مبارزه کې انسجام نشته .سرپناه ورکول کافي نه دي. روغتیایي امکاناتو هم ته اړتیا شته. دغو کسانو ته باید د صحي تدابیرو لکه واټن نیولو په هکله معلومات ورکړل شوي. جمنازیمونو کې ۱۰۰ بسترونه شته خو د زیان منونکو کسانو چارو ته د رسېدګي لپاره څوک نشته: یوه جمنازیم کې یوازې دوه کسان، چې دوی هم د نظارت دنده لري، شتون لري.

کډوال نیوز: ایا جمنازیمونو کې د کورونا ویروس ثبت شوې پېښې جدي وې؟

کورین تور: په دې هکله څه نه شو ویلی. د بستري شویو او یا مړ شویو کسانو په هکله معلومات نه لرو. په دې هکله اصلاً هېڅ ډول معلومات نشته. دغه راز عامه پارکونو او لرو پرتو سیمو کې د کورونا ویروس د قربانیانو په هکله معلومات نه دي موجود. موږ نورې څېړنې ته اړتیا لرو.

بیا ولولئ: د کورونا ویروس پر وړاندې نیول شویو تدابیرو د افغان کډوالو پر ژوند څه اغېز کړی؟

بله خبره دا ده چې دا یوه ډېره حساسه موضوع ده. د قرنطین پر مهال ډېری مهاجرو نه غوښتل چې د کورونا ویروس ازموینه وکړي. دوی وېره لرله چې کووید-۱۹ ناروغانو ته ځانګړي شویو مراکزو ته واستول شوي او هرکلي مرکزونو کې خپله سرپناه له لاسه ورکړي. دوی دغه راز ویره درلوده چې د نورو کسانو له خوا له ناسم چلند سره مخ شي. دوی اوس هم اندېښمن دي. خو د بې سرحده ډاکټرانو ادارې د خپلې څېړنې د ترسره کولو لپاره له دغو کسانو سره خبرې وکړې او د ازماېښت په اړه یې ورته معلومات ورکړل.

کډوال نیوز: تېره اپریل میاشت د بې سرحده ډاکټرانو ادارې کډوال نیوز ته ویلي وو چې د هرکلي په مرکزونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو چانس ډېر دی. تاسې فکر کوئ چې غږ مو نه دی اورېدل شوی؟

کورین تور: هو. له همدې وجه مو دا څېړنه ترسره کړه. اپریل میاشت کې مو وېره درلوده. اوس ګورو چې وېرو مې سمې وې. موږ غواړو د طبي معلوماتو په وړاندې کولو سره د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه وکړو. څېړنو ته باید پام وشي. که حالات همداسې وي، کورونا به دوام وکړي. 

 

نورې ليکنې