آلمان تر مخه لا له يونان څخه په سلونو مهاجر منلي دي
آلمان تر مخه لا له يونان څخه په سلونو مهاجر منلي دي

د آلمان يو شمير ايالتونه او ښارونه غواړي چي په رضاکارانه توګه مهاجر ومني. خو مرکزي حکومت د اروپايي حل غوښتونکی دی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر تر مخه لا دا خبره روښانه کړې وه چي که آلمان له يونان څخه زيات مهاجر مني، نو دا بايد د يو اروپايي تفاهم په نتيجه کي وي. دا په داسي حال کي چي د آلمان يو شمېر ښارونه او ايالتونه غواړي چي په سمدلاسه توګه له يونان څخه مهاجر ومني ځکه چي په وينا يې ورته اړين امکانات لري.

اوس د زرغون، کين او سوسيال دموکرات ګوندونو يو شمېر سياستوالو ويلي چي د اړتيا په صورت کي به محکمې ته مراجعه وکړي چي ايالتونو ته بېله د مرکزي حکومت له تفاهم څخه هم د مهاجرو د منلو اجازه ورکړي. په دې تړاو د آلمان خبري آژانس ته د نورو تر څنګ د برلين د سوسيال دموکرات ګوند د مشرتابه جرګې، د تيورينګن د ايالتي پارلمان د کيڼ ګوند د فراکسيون او په برېمن کي د زرغون ګوند د مشرتابه د جرګې له خوا لاسليک سوې يوه اعلاميه رسېدلې ده. په دغه اعلاميه کي راغلي: «د حقوقي دعوی کولو لاره هم بايد تعقيب سي.»

په اعلاميه کي زياته سوې:«د موريا په کمپ کي فاجعه وي اور لګېدنې تر ۱۲۰۰۰ څخه زيات مهاجر بې سرپناه کړل. د اورلګېدنې پيښي د اروپا پر باندنيو سرحدونو د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د سياست د ناکامۍ وروستۍ نخښه دي.» زياته سوې چي د بشري حقونو د خوندي کولو له پاره يو اروپايي حل نه تر سترګو کيږي او ښايي رامنځ ته کېدل به يې ژر ممکن هم نه وي. د دغې اعلاميې په وينا د اروپايي حل د رامنځ ته کېدو څخه «ترمخه لا بايد د پيوستون يو اتحاد رامنځ ته سي. د آلمان له خوا تر اوسه په غاړه اخيستل سوي مکلفيتونه کفايت نه کوي.»

د اعلاميې پر متن په بشپړه توګه ۱۷ بيلو سازمانونو، ګوندي فراکسيونونو او اتحاديو لاسليکونه سوي دي.  

په اعلاميه کي غوښتنه سوې ده چي د آلمان هغو ايالتونو ته دي د لا زياتو مهاجرو د منلو اجازه ورکوله سي چي ورته امکانات او چمتو والی لري. په دغه اعلاميه کي راغلي چي د مياشتو راهيسي د آلمان د بعضو ښارونو او مدني ټولنو له خوا وړانديز سوو مرستو مخه د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر له خوا نيوله کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې