کارل نېهامر وايي چي اتريش اروپايي تفاهم ته خوشبين دی
کارل نېهامر وايي چي اتريش اروپايي تفاهم ته خوشبين دی

د اتريش هيواد د اروپايي اتحاديې د کميسيون له خوا د مهاجرت او پناه غوښتني د موضوع په تړاو وړاندي مسودې څخه ملاتړ اعلان کړ.

د اُتريش د کورنيو چارو وزير، کارل نېهامر، د اروپايي اتحاديې د کميسون له خوا د وړاندي سوي مسودې ته د «يو زوړر اقدام» خطاب کړی دی ځکه چي په وينا يې «د تيرو پنځو کالو راهيسي په لومړي ځل د غير اصولي مهاجرت د ستونزي په وړاندي جدي او حقيقتبينانه» چلن کيږي او «نه د اخلاقي ګوتڅنډني» څخه ډک چلن.

کارل نېهامر يادي څرګندونې د «دي وېلت» آلمانۍ ورځپاڼي ته کړي چي په پنجشنبې (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۸مه) خپرې کړل سوي دي. نوموړي ويلي چي په خوشبينانه توګه اړونده خبرو اترو ته داخليږي او دا چي هيله لري چي بالآخره به يو تفاهم رامنځ ته سي.

د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ د اروپايي کميسيون پر مسودې خبري پېل کړې. دا لومړی واری دی چي پر دغه مسوده په لويه حلقه کي خبري کيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر به د دغه ويديويي کنفرانس کوربه وي.

د کميسيون له خوا په وړانديز سوې تګلاره کي د مهاجرو د پر ډلو ويشلو او بيا د دغو ډلو پر اساس د پناه غوښتنو د پروسې د چټک کولو وړانديز سوی دی. د پناه غوښتنو د لومړۍ چټکي ارزونې له پاره د اروپايي اتحاديې باندنۍ پولي وړانديز سوي دي. دا وړانديز هم سوی دی چي و اروپا ته د راتلونکو مهاجرو مسؤليت په عادلانه توګه د اتحاديې پر غړو هيوادونو تقسيم کړل سي. په دې ترڅ کي به بعضي هيوادونه مهاجر مني او بعضي به د رد سوو مهاجرو په بيرته لېږد کي يا له بلي لاري کومک کوي. زيهوفر دغه وړانديزونه ستايلي ول او غواړي چي د کال تر پاي پوري يو بنيادي تفاهم رامنځ ته سي.

د اُتريش د کورنيو چارو وزير، نېهامر ويلي دي چي هيواد يې غواړي چي په اړونده خبرو اترو کي رغنده رول ولوبوي. د هغه په وينا د کميسيون له خوا په وړانديز سوې مسوده کي يو شمېر نقاط لکه د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو د اقداماتو وړانديز د اُتريش د دريځ سره يووالی لري. خو نوموړي د کميسيون د هغه وړانديز سره مخالفت ښودلی چي له مخي يې بايد مهاجر د ځانګړو سهميو له مخي پر غړو هيوادونو وويشل سي. دغه اُتريشي وزير ويلي چي هيواد يې له ۲۰۱۵ کال راهيسي ۱۲۰ زرو انسانانو ته محافظت ورکړی دی. هغه زياته کړې: «موږ په دوامداره او غير تناسبي توګه د مهاجرت زيات بار وړی دی، خو دې ته نه يو چمتو چي د مهاجرو د سهميو له لاري لا زيات امکانات وړاندي کړو.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې