تر مخه هم هانوور ته له يونان څخه مهاجر راوستل سوي ول
تر مخه هم هانوور ته له يونان څخه مهاجر راوستل سوي ول

د چهارشنبې په ورځ له يونان څخه آلمان د مهاجرو يوه نوې ډله ورسېدله. هغوی د الوتکي په مرسته آلمان ته راوستل سول.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وويل چي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه) نور ناروغ مهاجر ماشومان د خپلو کورنيو سره آلمان ته راورسېدل. د وزارت په وينا دغه مهاجر د اروپايي مرستندويه فعاليت په ترڅ کي آلمان ته راوستل سوي دي. 

په برلين کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ په رارسېدو مهاجرو کي ۲۱ نارو ماشومان او د هغوی د کورنیو غړي شامل دي. زياته سوې چي هغه الوتکه چي پکښي په ټوليزه توګه ۹۱ مهاجر سپاره ول د آلمان د هانوور هوايي ډګر ته راورسېدله. 

تازه رارسېدلي ياد مهاجر به د آلمان پر بيلو رضاکارانه مهاجر منونکو ايالتونو ووېشل سي. په دې توګه په ټوليزه توګه په روان مېلادي کال ۸۰۴ د حفاظت مستحق کسان چي پکښي ۱۰۴ کمسنه او يوازي مهاجر او ۱۶۳ ناروغ ماشومان شامل دي، د الوتکو په مرسته له يونان څخه آلمان ته راوستل سوي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر اعلان کړی ؤ چي په ټوليزه توګه به له يونان څخه ۲۴۳ ناروغ ماشوم مهاجر او د هغوی کورنۍ آلمان ته راولي. د مهاجرو د منلو پر دغه پرېکړه د مارچ په مياشت د بعضو اروپايي هيوادونو د ائتلاف له خوا تفاهم سوی ؤ. په دغو هيوادونو کي د آلمان په شمول د اروپايي اتحاديې ۱۱ هيوادونه شامل دي چي له بلجيم، بلغاريې، فنلند، فرانسې، آيرلند، کرويشيا، ليتوانيا، لوکزمبورګ، پرتګال، سلووېنيا، ناروې او سربستان څخه عبارت دي.

په اصل کي بايد ۴۰ نور بې سرپرسته کمسنه مهاجر هم د چهارشنبې د ورځ په الوتکه کي آلمان ته راغلي وای ځکه چي د موريا په کمپ کي د اورلګېدنې وروسته د هغو د منلو فيصله هم د آلمان حکومت کړې وه. په اتن کي د مهاجرو د ساتلو په يو ځای کي د کرونا د مثبتو پيښو وروسته بايد پاته ماشوم مهاجر ۱۵ ورځي په قرنطين کي پاته سي. و آلمان ته د هغوی راوستل د اکتوبر د مياشتي د پای له پاره پلان سوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې