د لا وي اکتیو سازمان پر مهاجرو خواړه وېشي. کرېډېټ: اوبرژ دو میګران
د لا وي اکتیو سازمان پر مهاجرو خواړه وېشي. کرېډېټ: اوبرژ دو میګران

ټاکل شوې چې د فرانسې دولت له خوا تایید شوی سازمان لا وي اکتیو کالې ښار کې په سیار ډول پر مهاجرو خواړه ووېشي. د لا وي اکیتو موټرونه د مهاجرو په لټون د ښار په ختیځو او لوېدیځو سیمو* کې ګرځي. خو سازمونه دا کار ناکافي بولي.

د پا دو کالې ښار د پولیسو قومنداني خپله ستراتیژي بدلوي. د یادې قومندانۍ تر هغه فرمان وروسته چې د نا تایید شویو سازمانونو له خوا پر مهاجرو خواړه وېشل منع کړي وو، اوس لا وي اکتیو سازمان اوس په سیار ډول پر مهاجرو خواړه وېشي.

تر دې دمخه د دولت له خوا ناتایید شویو سازمانونو ویلي وو چې چارواکي غواړي مهاجر وږي ساتي. دوی زیاته کړې وه چې د خوړو وېشلو مرکز د مهاجرو له استوګنځیو څخه لرې دی.

څو ورځې مخکې د کالې په «ویروال زون» کې د مهاجرو یو لوی کمپ وتړل شو او سلګونه مهاجر د فرانسې هرکلي مرکزونو ته انتقال شول. د فرانسې حکومت د کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال ویلي وو چې نه غواړي مهاجر بېرته یو ځای کې راټول شي. زیاته شوې وه چې حکومت په پام کې لري د خوړو وېشلو په طریقه کې بدلون راولي.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې پر مهاجرو د خوړو وېشلو د منع فرمان پر وړاندې لاریون

د اکټوبر ۲مې راهیسې د خوړو وېشلو ځایونه نور مشخص نه دي او د لا وي اکتیو موترونه په ورځ کې دوه ځله پر مهاجرو خواړه وېشي. د سهار له ۹ نیمو تر ۱۱ نیمو پورې، او د ماسپښین له ۲ نیمو تر ۴ نیمو پورې.

دغه موټرونه د ښار له ختیځې سیمې د ښار لوېدیځې سیمې ته ورځي او د مهاجرو په لیدو سره ورته خواړه ورکوي.

د پا دو کالې قومنداني کډوال نیوز ته وایي چې دوی هڅه کوي چې د مهاجرو استوګنځیو ته نږدې پر دغو کسانو خواړه ووېشي. سرچینه زیاتوي چې په داسې حال کې چې کورونا ویروس فرانسه کې د خپرېدو په حال کې دی د خلکو د راغونډېدو مخنیوی کوي.

په ورته مهال سازمانونه وایي چې دولت له خوا پر مهاجرو د خوړو وېشلو دغه پروګرام د رضایت وړ نه دی. د اوبرژ دو میګران غړی فرانسوا ګېنوک وایي چې تېره پنجشنبه یې د لا وي اکتیو موټرونه تعقیب کړي، خو د چارواکو له خوا ټاکل شوی مسیر نه مراعاتېږي او موټرونه په ټاکل شویو ځایونو کې نه درېږي.

نوموړی زیاتوي چې ګزمه کوونکي موټرونه ټولو مهاجرو ته خواړه نه شي رسولی. د هغه په خبره: «موږ داسې ګومان کوو چې پرون ۴۰۰ کسانو ته خواړه ورکول شوې، ۲۰۰ کسانو ته د سهار له خوا او ۲۰۰ کسانو ته د ماسپښین له خوا. خو دمګړۍ کالې کې د مهاجرو شمېر ۵۵۰ تر ۶۰۰ کسانو ته رسېږي.»

بیا ولولئ: کالې: «مهاجر که هر چېرې وې، خواړه پرې وېشو»

د پا دو کالې قومنداني بیا وایي چې دمګړۍ هره ورځ ۱۲۰۰ تر ۱۴۰۰ کسانو ته خواړه ورکول کېږي.

اوبرژ دو میګران سازمان په دې اند دی چې چارواکي غواړي وښيي چې دوی لا هم پر مهاجرو خواړه وېشي. د فرانسو ګېنوک په حواله د لا وي اکتیو سازمان له خوا پر مهاجرو د خوړو وېشلو پر مهال ټولنیز واټن نه مراعاتېږي.

 

نورې ليکنې