له ارشیف څخه
له ارشیف څخه

د جرمني ځایي پولیسو تېره شنبه وویل چې د دغه هیواد په سوېلي سیمې پر لویه لار یې یوه لارۍ کې ۸ مهاجر موندلي دي. دغه کسان چې د لارۍ تر شا پټ کړل شوي وو د اکسیجن له کموالي سره مخ وو.

د جرمني پولیسو تېره شنبه د دغه هیواد د سوېلي سیمې پر لویه لاره یوه لارۍ موټر کې د مهاجرو یوه ډله موندلې ده. دغه مهاجر چې د بارونو پر سر پټ کړل شوي وو د اکسیجن له کموالي سره مخ وو.

دغه لارۍ کې د اکسیجن د نشتوالي له امله یو مهاجر د بېړنیو خدماتو شمېرې ته په زنګ وهلو سره چارواکو ته د کډوالو د خراب وضعیت په هکله اطلاع ورکړه. پولیسو بیا د راینلند – پالاتینات ایالت هایلیجنروت ښار ته څېرمه دا لارۍ وموندله چې د تېلو یو پمپ استېشن ته نږدې درول شوې وه.

په ورته مهال عیني شاهدانو هم پولیسو ته ویلي چې ځینو کسانو له لارۍ څخه ځمکې ته توپ وهلی دی.

دغه لارۍ کې د یو کمسنه مهاجر په ګډون ټولټال ۸ کسان سپاره ول. دوی پولیسو ته ویلي چې د اریتریا اصلي اوسېدونکي دي.

پولیسو دغه راز لارۍ چلوونکی د انساني قاچاقو په شک نیولي دی دی. د پولیسو په حواله نوموړي ویلي چې هالنډ کې لارۍ د ده په غیاب کې ډکه شوې وه او هغه بیا د امنیتي مسایلو په خاطر د لارۍ دروازې تړلې وې. نوموړي زیاته کړې چې د تېل اچلو پر مهال یې د مهاجرو غږ اورېدلی او کله چې یې دروازې خلاصې کړې مهاجرو له لارۍ نه توپ وهلی دی.

پولیسو دا هم ویلي چې دغو اریتریایي کډوالو غوښتل چې برتانیا ته لاړ شي، خو خپل مسیر یې غلط کړی دی.

دغه کسان په دې تورن دي چې په ناقانونه توګه جرمني ته ننوتلي دي. خو کمسن مهاجر بیا د ټولنیزو خدماتو مسولینو ته سپارل شوی دی.

ډېری مهاجر هڅه کوي چې د لاریو په وسیله ځانونه برتانیا ته ورسوي. خو ځینې وختونه لاریو کې د مهاجرو انتقالول د دوی د مرګ سبب شوي دي. د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د لنډن ختیځه سیمه کې د ۳۹ ویتنامیانو جسدونه په یوه لارۍ کې وموندل شول. یاده لاري چې پکې د ۸ ښځو په ګډون ۳۹ کسان سپاره ول د بلجیم له زیبروژ سیمې څخه برتانیا ته تللې وه.

 

نورې ليکنې