د برتانوي ځواکونو بېړۍ. کرېډېت: پېکچر الاینز
د برتانوي ځواکونو بېړۍ. کرېډېت: پېکچر الاینز

د راپورونو له مخې د برتانیا حکومت په پام کې لري چې دغه هیواد ساحلي اوبو ته د مهاجرو د کښتیو د ننوتلو د مخنیوي لپاره مانش کانال کې جالونه وکاروي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال تر دې دمه تر ۷۰۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت پر دې غور کوي چې له فرانسې څخه دغه هیواد ته د مهاجرو د کښتیو د ورتګ د مخنیوي لپاره مانش کانال کې جالونه وکاروي.

د مانش کانال له لارې د ناقانونه سفرونو د مخنیوي پلان قومندان دن اوماهوني برتانوۍ ورځپاڼې ټېلېګراف سره په یوه مرکه کې ویلي چې دغه جالونه د مهاجرو د کښتیو د درولو لپاره کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې برتانوي ځواکونه د جالونو له لارې د مهاجرو د کښتیو موتورونه دروي او وروسته بیا فرانسې ته د دغو کسانو د بېرته ستنولو په موخه دوی برتانوۍ کښتیو کې سپروي.

تر دې دمخه برتانوي چارواکو مانش کې د سمندري پولو د جوړولو، د آرام بحر پر یو ټاپو او یا د سکاټلند ساحلي اوبو ته څېرمه کښتیو کې د پناه غوښتونکو د مېشتولو او دغه راز مراکش او یا مالداویا کې د توقیف خونو د پرانیستلو وړاندیزونه کړي وو.

بیا ولولئ: برتانوي چارواکي دغه هیواد ته د مهاجرو د رسېدو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي

ښاغلي اوماهوني زیاته کړې چې د جالونو کارول یو له هغو طریقو دي چې دوی به په راتلونکو میاشتو کې وکاروي. نوموړي د دغو طریقو په هکله د لا زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې دوی د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د برتانیا د سمندري ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

نوموړي داغه راز د بې سنده مهاجرو د مسلې د هوارولو لپاره خپل هغه پلان په ډاګه کړ چې څلور پړاوونه لري: له افریقا او منځنۍ اسیا څخه د فرانسې شمالي سیمو ته د مهاجرو د راتګ د مخنیوي لپاره د ټولنیزو شبکو کارول، د هغو پناه غوښتونکو شمېر کمول چې برتانیا ته د ورتګ په موخه خپل هیوادونه پرېږدي، په فزیکي توګه برتانیا ته د مهاجرو د ننوتلو مخنیوي او د برتانیا د پناه غوښتنې سیستم کې بدلون.

ډېری مهاجر هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه ځان برتانیا ته ورسوي. کرېډېت: کډوال نیوز
ډېری مهاجر هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه ځان برتانیا ته ورسوي. کرېډېت: کډوال نیوز

تېره اونۍ د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل د محافظه کار ګوند له استازو سره په یوه ویډیویي غونډه کې وویل چې د برتانیا اوسنی پناه غوښتنې سیستم «په اساسي توګه مات» شوی دی. نوموړې د داسې قوانینو د وضع کولو ژمنه وکړه چې له مخې یې هغه کسان چې په ناقانونه توګه برتانیا ته رسېدلي د پناه غوښتنې له حق څخه محرومېږي.

د برتانوي د کورنیو چارو وزارت تېره جمعه وویل چې تېره جمعه د اکټوبر ۹مه یې مانش کانال کې په درېو کښتیو کې سپاره ۵۶ کسان نیولي دي. دغه راز فرانسوي چارواکو ویلي چې د دوو عملیاتو په ترڅ کې یې مانش کانال کې برتانیا ته تلونکي ۱۶ مهاجر ژغورلي دي.

دا په داسې حال کې چې د روان میلادي کال تر دې دمه تر ۷۰۰۰ ډېر مهاجر د مانش له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. د رسمي شمېرو له مخې د سپټمبر میاشتې په لومړیو درېو اونیو کې لږ تر لږه ۱۸۹۲ مهاجرو برتانیا ته ځای رسولی دی.

 

نورې ليکنې