مهاجر د یونان په لاوریو بندر کې. کرېدېت: کوستاس بالتاس، رویترز
مهاجر د یونان په لاوریو بندر کې. کرېدېت: کوستاس بالتاس، رویترز

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې چارو وزارت وایي چې په پام کې لري تر راتلونکی اوړي پورې لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو لپاره یو ستر او تړلی پنډغالی جوړ کړي. تېره سپټمبر میاشت یونان کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا د اورلګېدنې له امله ورانه شوه.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې چارو وزیر نوتیس میتاراچي پرون دوشنبه رسنیو ته وویل چې ساموس، کس او لېروس ټاپوګانو کې هم د مهاجرو د نویو کمپونو د جوړولو لپاره له قراردادیانو سره خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «موخه مو دا ده چې دغه دایمي پندغالی د ۲۰۲۱ تر اوړي پورې فعال شي.» د نوموړي په خبره دغه تړلي کمپونه د اروپایي ټولنې په مالي حمایت سره جوړېږي او د ناټو د کمپونو په څېر به دوه حصارونه ولري. د کډوالۍ وزیر دا هم ویلي چې کمپ به په اوروژنې سیستم مجهز او د ژوندانه شرایط پکې «عزتمند» وي.

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۸مه د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اورلګېدنې وروسته یوناني چارواکو د بې ځایه شویو مهاجرو لپاره یو لنډمهال کمپ جوړ کړ. د ښاغلي میتاراچي په حواله دمګړۍ دغه لنډمهال کمپ کې ۷۴۰۰ کسان ژوند کوي خو تر راتلونکي اوړي پورې به د مهاجرو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته راکم شي. نوموړي دا هم ویلي چې دوی به هڅه وکړي چې د ژمي تر رسېدو مخکې د لېسبوس له یو بل کمپ څخه کاراتپې پنډغالي ته کانتینرونه انتقال کړي.

په ورته مهال د کاراتپې کمپ ډېری اوسېدونکي وایي چې دغه پنډغالي کې د خوب کولو لپاره امکانات نشته او دوی برېښنا او د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: یونان: د لېسبوس ټاپو په نوي کمپ کې مهاجر اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري

سخت قوانین

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر زیاته کړې چې د روان کال له پیله راهیسې نږدې ۷۵۰۰ کسان له یونانه وتلي دي او تمه ده چې ۳۲۰۰ تنه نور هم له دې هیواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناني چارواکو دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي. ښاغلي میتاراچي ویلي چې د روان کال تر پایه پورې به هوټلونو کې پناه غوښتونکو ته د اوسېدو ځای د برابرولو پروګرام پای ته ورسېږي.

بیا ولولئ: اکسفام د یونان له خوا د مهاجرو له حقونو د سرغړونې په اړه اروپایي کمېسیون ته شکایت کړی

د بشري حقونو مدافع بنسټونو د غبرګون سره سره داسې اټکل کېږي چې لېسبوس ټاپو کې د زیان منونکو کورنیو ته ځانګړې شوې یو وړوکی کمپ هم وتړل شي.

 

نورې ليکنې

Webpack App