فرانسوي چارواکي پاریس کې د غیرقانوني کمپونو د تړلو او مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عملیاتو پر مهال ډېری کسان د ایل دو فرانس جمنازیمونو او یا هوټلونو ته انتقالوي. ۲۴ افغان کډوال رحمت* یو له هغو کسانو دی چې له دوو نیمو میاشتو راهیسې د ایل دو فرانس په جمنازیمونو کې ژوند کوي. نوموړي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
«ما په افغانستان کې ښه ژوند درلود. زه د لغمان اصلي اوسېدونکی یم، خو په بغلان ولایت کې زېږېدلی او لوی شوی یم. بلخ کې مې د حقوقو پوهنځی لوستی دی. زما پلار په پلخمري کې د موټرو د پرزو دوکان درلود. موږ به له ګاونډیو هیوادونو څخه بغلان ته د موټرو پرزې واردولې. خو پلخمري کې امنیتي ګواښونه زیات شوي وو. دغو ستونزو خپل هیواد پرېښودو ته اړ کړم.
په ۲۰۱۵ کې سویډن ته ولاړم. خو هلته مې د پناه غوښتنه رد شوه. سویډن کې تر ۲ کلونو او ۳ میاشتو تېرولو وروسته فرانسې ته راغلم. نه مې غوښتل چې افغانستان ته بېرته اخراج شم. کله چې د پولیسو قومندانۍ ته ورغلم، دوی را ته وویل چې دوبلیني یم او باید ۱۸ میاشتې انتظار وباسم. د کډوالۍ ادارې چارواکو بیا بانکي کارت را کړ. خو تر ۵ میاشتو تېرېدو وروسته مې دوی بانکي کارت بېرته واخیست.
دوبلین یا د مهاجرت تر ټولو سخت پړاو
له نېکه مرغه چې پاریس کې مې د کورنۍ ځینې غړي ژوند کوي. ځینې شپې به مې د دوی په کورونو کې سبا کولې. همدغه کال کې مې د پییر کلاوېر په ښوونځي کې ځان راجسټر کړ. دا هغه ټولنه ده چې مهاجرو ته نه یوازې د ژبې کورسونه برابروي، بلکې ور ته د اوسېدو ځای هم ورکوي. مالي مشکلات مې درلودل، خو خوشاله وم چې د اوسېدو ځای لرم. فرانسوي ژبه مې همدغه کورس کې زده کړه او اوس د بې ۱ سند لرم.
په اصل کې دوبلیني شوي مهاجر باید ۱۸ میاشتې انتظار باسي، خو ما مدافع وکیل ونیوه. د همدې وجه دې ته اړ شوم چې ۲۲ میاشتې انتظار وباسم. ۴ نیمې میاشتې مخکې مې بالاخره دوبلیني حالت پای ته ورسېد او ما خپله دوسیه اوفپرا ته ور ولېږله. دوبلین د مهاجرت تر ټولو سخت پړاو دی. ډېری کسان د دوبلین په موده کې له خورا سختو ستونزو سره مخ کېږي: د اوسېدو ځای نه لري، پیسې نه لري، په نشه یي توکو روږدي کېږي، برخلیک یې نامعلوم دی...
بیا ولولئ: افغان مهاجر جمشید په پاریس کې: «د دوبلیني مهاجرو ژوند ډېر سخت دی»
دوی وویل چې یوازې یوه اونۍ دلته پاتې کېږم، خو...
پییر کلاویر ښوونځي کې مهاجر د ۳ او یا ۶ میاشتو لپاره اوسېدلی شي. خو هلته مې د اوسېدو موده د نورو پرتله اوږده وه. ما غوښتل چې دولتي استوګنځیو ته ولاړ شم. یوه ورځ مې یو ملګري را ته تېلېفون وکړ او ویې ویل چې فرانسوي ځواکونه مهاجر له پورت دو لا ویلت څخه جمنازیمونو ته انتقالوي. زه پورت دو لا ویلت ولاړم او له نورو مهاجرو سره یو سرویس ته وختلم. پولیسو موږ د کرملین بیسېتر یو جمنازیم ته انتقال کړو. هلته مې یوه میاشته تېره کړه.
چارواکو بیا وویل چې دوی د جمنازیم اوسېدونکي یو دولتي استوګنځي ته انتقالوي. خو له دې سره سره یې د نوژان - سور - مارن جمنازیم ته انتقال کړم. را ته یې وویل چې یوازې یوه اونۍ په جمنازیم کې پاتې کېږم. خو اوس یوه نیمه میاشت کېږي چې دلته اوسېږم. کله چې له چارواکو څخه پوښتنه کوم، دوی وایي چې باید انتظار وباسم.
بیا ولولئ: پاریس ته نږدې په یوه جمنازیم کې د کډوالو نامعلوم برخلیک

خبره دا ده چې زه تر اوسه هم بانکي کارت نه لرم. د همدې وجه دغه جمنازیم کې ایسار پاتې یم. څو ځله مې اوفي [د کډوالۍ او ادغام ادارې] ته مراجعه وکړه، ور ته مې وویل چې د کور د موندلو لپاره بانکي کارت ته اړتیا لرم. دوی ځواب راکړ چې د بانکي کارت د ترلاسه کولو لپاره باید د کډوالۍ سند ولرم. خو دا یوه بله پلمه ده. د فرانسې د قوانینو پر بنسټ زه حق لرم چې بانکي کارت ولرم.
اوس مې وکیل نیولی او تصمیم لرم چې محاکمې ته مراجعه وکړم. ټول سندونه مې چمتو دي: اوفي ته مې د لیکونو سند، هغه طبي سند چې وایي زه ناروغ یم او جمنازیم کې نه شم اوسېدلی، د روانپوه له خوا راکړل شوی سند چې وایي روحي وضعیت مې ښه نه دی.
له مهاجرو سره غیرانساني چلند
دغه جمنازیم کې ۵۰ تر ۶۰ مهاجر اوسېږي چې ډېری یې افغانان دي. جمنازیم کې ځینې امکانات شته، خو تشنابونه او حمامونه یې ډېر چټل دي. اکثره وختونه ښې ډوډۍ نه لرو. که څوک لس یا شل دقیقې ناوخت کړي، له ډوډی څخه محرومېږي. د شپې له خوا مهاجرو ته یوازې یو کمپل ورکول کېږي. خو اوس هوا یخه ده او مهاجر دوو درېو کمپلونو ته اړتیا لري.
بله ستونزه دا ده چې د جمنازیم ساتونکي له مهاجرو سره غیرانساني چلند کوي. کله چې څوک وغواړي له جمنازیمه ووځي، خپل کارت باید د جمنازیم ساتونکو ته ورکړي. خو ځینې وختونه د جمنازیم ساتونکي د مهاجرو کارتونه پرې کوي. کله چې مهاجر بېرته جمنازیم ته راځي، دوی ور ته وایي چې کارت یې نه دی ورکړی. مهاجر اړ دی چې د نوي کارت د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. دا به لس ورځې وخت ونیسي. مهاجر مجبور دي چې د نوي کارت تر ترلاسه کولو پورې له جمنازیمه د وتلو پر مهال هر څل یوه رسمي پاڼه ډکه کړي.
هیله مې دا ده چې ډېر ژر خپل بانکي کارت بېرته ترلاسه کړم او له دغه جمنازیم څخه د کډوالو استوګنځي ته ولاړ شم. غواړم چې فرانسوي پوهنتونو کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړم. څه موده مخکې مې د سوربون پوهنتون یو پروګرام کې ګډون وکړ، خو بریالی نه شوم. دمګړۍ راتلونکي پروګرام ته تیاری نیسم.»
* مستعار نوم