هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي. کرېډېت: پېکچر الاینز
هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي. کرېډېت: پېکچر الاینز

افغان چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د افغانستان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي. په ورته مهال نړیوالو سازمانونو د جګړو له دواړو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د ولسي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

له تېرې یکشنې ورځې راهیسې د افغانستان د هلمند په مرکز لښکرګاه او ځینو نورو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي. د افغان چارواکو په خبره نښتو د هلمند لسګونه زره کسان خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي. 

په ورته مهال هلمند کې د افغانستان د مهاجرو چارو ریاست مشر سید محمد رامین کډوال نیوز ته وایي چې تر دې دمه د بې ځایه شویو کسانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي. هغه زیاتوي: «نږدې ۵۶۰۰ کورنۍ لښکرګاه ته مهاجرت کړي دي. ۵۵۰ کورنۍ نهر سراج او ۱۱۰۰ کورنۍ له جګړه ځپلو سیمو څخه ناوې ته تللې دي.» 

ښاغلی رامین دا هم وایي چې تر اوسه ۱۰۰ کورنیو ته خام خوراکي توکي برابر شوي دي او د هلمند د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ نورو کورنیو ته هم بشري مرستې برابرولی شي.

نوموړی زیاتوي چې د هلمند یوه سوداګر له څو ورځو راهیسې نږدې ۲۶۰۰ کسانو ته په خپلو دوو مارکېتونو کې سرپناه برابره کړې او ورته پاخه خواړه ورکوي. 

بهرنیو هیوادونو ته «د مهاجرت د لړۍ پیل» 

بل پلو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند اسلام جرات کډوال نیوز ته وایي چې هلمند کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی جرات زیاتوي چې د هلمند ولایت د بېړنیو حالاتو ادارې له بې ځایه شویو کسانو ته لومړنې اړتیاوې لکه ډوډۍ او خیمې برابر کړې دي، خو «د بې ځایه شویو د لوړ شمېر په تناسب دغه مرستې کافي نه دي.»

هغه دا هم وایي چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اوس د بې ځایه شویو کورنیو د سروې د ترسره کولو په حال کې دی. تمه ده چې د دې سروې په ترڅ کې به د بې ځایه کسانو کره شمېر معلوم شي. د سروې بله موخه دا ده چې معلومه کړي ولسي وګړي کومو شیانو ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي چې په پای کې به جوړ شوی لېست له بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې په خاطر نړیوالو ټولنو ته وړاندې کېږي.

نوموړي د جګړو پر پای ته رسېدلو ټینګار کوي او وایي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي خلک «د ځان د ژغورنې په خاطر نورو هیوادونو ته مهاجرت وکړي. اوسنی وضعیت په لومړي سر د دې سبب کېږي چې خلک د افغانستان نورو سیمو ته کډه وکړي، خو که دغو سیمو کې یې هم د ژوند شرایط ښه نه وي، دا به د مهاجرت د لړۍ پیل وي.»

نړیوال غبرګونونه

په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې یا یوناما ویلي چې جګړو«زرګونه تنه ملکي وګړي د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.» د دغې ادارې په حواله «په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یواځینۍ لار د تاوتریخوالي درول دي.» یادې ادارې «په افغانستان کې له ځنډ پرته د تاوتریخوالي په بندولو او د خبرو اترو له لارې د سولې موافقې ته پر رسیدلو» ټینګار کړی دی.

دغه راز د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د خلکو لپاره خطرناک دی. یادې ادارې زیاته کړې چې ښایي وضعیت په راتلونکو ورځو کې نور هم خراب شي.

د دې سازمان د سوېلي اسیا ځانګې ریس عمر ورایچ ویلي چې لسګونه زره کسان جګړو کې ایسار پاتې دي خو تر اوسه د نښتو د درېدو نښې نه لیدل کېږي.

نوموړي د جګړو له دوو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د خلکو د امنیت د تضمین لپاره دغو کسانو ته خوندي چاپېریال ته د ورتګ اجازه ورکړي.

همدا راز نن پنجشنبه د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وویل چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه او د دواړو خواوو ترمنځ د روانو جګړو له امله د دې ولایت اوسېدونکو مالي او جاني زیان لیدلی دی. یاد کمېسیون د ملکي تلفاتو، د خلکو د بې ځایه کېدو او مالي او اقتصادي زیانونو په اړه اندېښنې ښودلې او له جنګېدونکو خواوو څخه غوښتي دي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي. د بشري حقونو کمېسیون دغه راز د طالبانو او د افغان حکومت د سولې استازو څخه غوښتنه کړې چې ډېر ژر دې د اوربند پر سر توافق وکړي. 

په ورته مهال کابل کې د برتانیا سفارت په هلمند د طالبانو برید غندلی دی. د برتانیا سفارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د برید له امله زیات شمېر خلک بې ځایه، مړه او یا ټپیان شوي دي.

یاد سفارت ټینګار کړی چې روانې جګړې د سولې پر خبرو ناوړه اغېز لري او جنګېدونکې خواوې باید ډېر ژر تاوتریخوالی راکم کړي. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د برتانیا د افغان امنیتي ځواکونو او د سولې لپاره یې د هڅو ملاتړ کوي.

دوحه کې د سولې خبرې

په تېرو ۱۹ کلونو کې هلمند ولایت د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو او نښتو شاهد و.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې چې تېره فبروري لاسلیک شو طالبان اړ دي چې پر لویو ښارونو بریدونه پای ته ورسوي او د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

د یاد تړون پر بنسټ د امریکا متحده ایالات به د طالبانو له خوا د امنیتي ضمانتونو د ورکولو او د جګړو دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې د پیل په شرط د ۲۰۲۱ تر مۍ میاشتې پورې له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

که څه هم تېره میاشت د قطر په دوحه ښار کې د افغانستان حکومت استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه لا د خبرو پر کړنلاره موافقه نه ده شوې.

 

نورې ليکنې