په آلمان کي پناه غوښتونکي | Photo: Imago/IPON
په آلمان کي پناه غوښتونکي | Photo: Imago/IPON

په آلمان کي د پناه غوښتونکو له خوا له دولتي مرستو څخه په استفاده کولو کي نور کمښت هم راغلی دی.

په آلمان کي اوسيدونکی هر هغه کس چي د خپل ورځني ژوند اړين مصارف نه سي پوره کولای، نو حق لري چي له دولت څخه د ځانګړو شرايطو په رڼا کي مرستي ترلاسه کړي. د دولتي مرستو ترلاسه کولو له پاره په آلمان کي ځانګړي قوانين موجود دي. د نورو وګړو تر څنګ پناه غوښتونکي هم د آلمان له دولت څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو غوښتنه کولای سي. خو پناه غوښتوکو ته د مرستو له پاره قانون جلا دی. 

په آلمان کي په دوامداره توګه د هغوی پناه غوښتونکو په شمير کي کموالی راغلی دی چي له دولت څخه مالي مرستي ترلاسه کوي. د آلمان د احصايېو د فدرالي ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۵مه) په دې تړاو اعمار خپاره کړل سول. د دغو اعمارو له مخي په ۲۰۱۹ ميلادي کال په آلمان کي ۳۸۵ زرو انسانانو د پناه غوښتونکو له پاره د ځانګړي قانونه له مخي له دولت څخه مرستي ترلاسه کړې. يادي ادارې د آلمان په ويسبادن کي د اعمارو د معرفي کولو پر وخت وويل چي په ۲۰۱۵ کال په آلمان کي د يادو مرستو تر لاسه کوونکو شمير ۹۷۵ زره او په دې توګه د ۲۰۱۹ کال په پرتله کم ؤ. د دغې ادارې په وينا په تيرو څلورو کالو کي په پرله پسې توګه د يادو مرستو ترلاسه کوونکو په شمير کي کموالی راغلی دی.

د يادي ادارې د معلوماتو پر اساس په تير ميلادي کال له مرسته تر لاسه کوونکو کسانو څخه ۶۳ فيصده يې نارينه او ۳۷ فيصده يې ښځينه ول. د عمر له مخي ۳۲ فيصده تر سن کم کسان او ۶۷ فيصده يې د ۱۸ او ۶۴ کالو تر منځ عمر لرونکی کسان ول. صرف ۱ فيصد داسي کسان ياد سوی چي عمرونه يې ۶۵ او يا زيات ول.

د پناه غوښتونکو د قانون له مخي په ټولو مرسته ترلاسه کوونکو (۲۰۴زه) کي تر ټولو لويه ډله د هغو کسانو ول چي له آسيايي هيوادونو سره يې تړاو لاره. په دغو کي ۵۱ زره افغانان، ۴۵ زره عراقيان او ۲۲ زره سوريايان ياد سوي دي. په مرسته ترلاسه کوونکو کي ۲۴ فيصده له افريقايي هيوادونو او ۲۰ فيصده له اروپايي هيوادونو څخه ول.

د آلمان د احصاييو د فدرالي ادارې په معلوماتو کي راغلي دي چي په ۲۰۱۹ کال د آلمان دولت په ټوليزه او غيرخالص توګه نژدې ۴ اعشاريه ۴ مليارده يورو د پناه غوښتونکو سره په ځانګړو مرستو مصرف کړي دي. په دغو مصارفو کي د مخکني کال په پرتله د ۱۰ فيصدو کموالی راغلی دی. له ياد حجم مصارفو څخه ۷۸ فيصده يې پر دوامداره مرستو او ۲۲ فيصده يې پر روغتيا او نورو ځانګړو برخو مصرف سوي دي. هغه خارجيان چي په آلمان کي یې سياسي پناه قبوله سوې وي، هغوی د هغه قانون له مخي د مرستو مستحق کیږي چي عام المانيان يې هم له مخي مرستي ترلاسه کوي، له دې کبله د پناه غوښتونکو له خوا د مرستو ترلاسه کولو په پورتني اعمارو کي قبول سوي پناه غوښتونکي نه دي شامل.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې