په آلمان کي د پناه غوښتني مرکه
په آلمان کي د پناه غوښتني مرکه

په اروپا کي د کرونا پاندمي له کبله زیاتو هيوادونو پر سفر هم محدوديتونه لګولي دي. اټکل کيږي چي له دې کبله هم په اروپا کي د پناه غوښتني کمي سوي دي.

د کرونا له کبله په اروپا کي لګېدلي بنديزونه د تير کال د لومړۍ ربعي په پرتله د مهاجرت د لا کمېدو لامل سوي دي. د روان ميلادي کال په لومړيو اتو مياشتو کي تقريبا ۲۹۵ زرو انسانانو په اروپايي اتحاديه، ناروې او سويس کي د پناه غوښتنې کړي دي چي د تير کال په پرتله په دغه شمير کي د ۳۱ فيصدو کموالی راغلی دی . دا اعمار د مهاجرت له پاره د اروپايي اتحاديې آژانس (Easo) د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۴مه) د رسنيو سره په والېټا کي شريک کړل. 

د اروپايي اتحاديې ياد آژانس د پناه غوښتنې په شمیرو کي د کمښت راتللو مهم دليل د کرونا پاندمي بللې ده. د دغه آژانس په وينا د اګست په مياشت کي ۴۰ زره د پناه غوښتني ثبت سوي خو د جولای په مياشت کي ۴۳ زره پناه غوښتنې ثبت سوي وې. د جنورۍ په مياشت کي د پناه غوښتنو شمير نژدې ۶۶ زره او په دې توګه د اوسنيو شميرو په پرتله ډېر زيات ؤ.

د اګست په مياشت کي تر ټولو زياتي پناه غوښتنې د سوريايانو، افغانانو، ونيزويلايانو او کولمبيايانو له خوا سوي دي. خو د ياد آژانس د تحليل له مخي د پناه غوښتنو ياد شمير د هغو کسانو نه دی چي تازه اروپايي اتحادیې ته رارسېدلي دي. 

د خپاره سوو اعمارو له مخي په اګست کي له پناه غوښتنو څخه څلورمه برخه يې مثبت جواب سوي دي. 

د اروپايي اتحاديې ياد آژانس ويلي دي چي د روغتيايي وضعې له کبله دا «په لوړه اندازه سخت» کار دی چي په راتلونکو مياشتو کي په اروپا کي د مهاجرت د شميرو په تړاو اټکل وسي. خو اړونده چارواکو ويلي چي انتظار لري چي شميرې به پر پخوانۍ سطحه پاته وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې