د آلمان په فرانکفورټ هوايي ډګر کي د مسافرو کنټرول
د آلمان په فرانکفورټ هوايي ډګر کي د مسافرو کنټرول

د آلمان سرحدي پوليسو د مهاجرو د قاچاق کولو يوه غير عادي بڼه بې نقابه کړې ده. يوه عراقي کورنۍ په خصوصي الوتکه کي مونشن ته رسېدلې.

د آلمان مونشن هوايي ډګر ته د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر نهمه نېټه) يوه خصوصي مسافر وړونکې جېټ الوتکه ورسېده. د الوتکي سپرلي لومړی داسي تمثيل کاوه لکه دپلومات چي وي. خو هغه وروسته سرحدي پوليسو ته وويل چي پناه غوښتونکی دی او دا چي قاچاق وړونکي ته يې ۶۰ زره يورو ورکړي چي دی او کورنۍ يې له استانبول څخه آلمان ته ورسوي.

د آلمان سرحدي پوليسو ويلي چي رسيدلی دغه کس ۴۹ کلن دی او د خپلي ۴۴ کلنې مېرمني او خپلو ۱۲ کالو او ۷ کالو ماشومانو سره د جمعې په ورځ په يوه خصوصي الوتکه کي د مونشن هوايي ډګر ته ورسېد.

پوليسو ويلي چي د کنټرول پر وخت عراقي سړي لومړی کوښښ وکړ چي پوليس په دې قانع کړي چي ګواکی دی او مېرمنه يې دپلوماتان دي او د دومينيکا و جزيرې ته پر لاري دی. خو د دوی اسنادو او هغه کيسې چي دوی بيانوله، همږغي يې نه سره لرله.

لږ تر لږه د دوو رسنيو د راپور له مخي له دغې کورنۍ څخه يو کس هم نه په انګريزي خبري کولای سوای او نه په فرانسوي چي دواړي دپلوماتيکي ژبي ګڼل کيږي. د راپورونو له مخي له دې کبله هم پوليس پر دغو مسافرو شکي سول. 

کورنۍ خپلې ټولې شتمنې پلورلي

ويل سوي چي تښتېدلي سړي ويلي چي د خپلې مېرمني او ماشومانو سره له دې کبله له خپل هيواده تښتېدلی دی، ځکه چي د مېرمني پلار يې غوښتل چي خپله لور او لمسۍ ختنه کړي يا په اصطلاح ورڅخه د بدن نازک اعضا پرې کړي.

عراقي سړي ويلي له همدې کبله هغوی د عراق په شمال کي خپل کور او شتمنۍ پلورلي او بيا ترکيې ته تللي ول. د هغه په وينا د آلمان و مونشن ته د رسېدو له پاره هغوی و قاچاق وړونکي ته ۶۰ زره يورو ورکړي ول. لږ تر لږه دوو رسنيو ويلي چي قاچاق وړونکی سوريايي دی.

ويل سوي چي د لومړيو پوښتنو ګروېږنو وروسته ياده عراقي کورنۍ به بايرن کي د مهاجرو «انکرڅېنټرم» مرکز ته لېږل سوي دي او د پناه غوښتني د فيصلې تر څرګندېدو به هلته وي.

منبع: د زيود دويچه څايتونګ د اکتوبر له ۱۳مې نېټي له ګڼي څخه

 

نورې ليکنې