لیل ښار کې امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال. کرېډېټ: رویترز (له ارشیف څخه)
لیل ښار کې امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال. کرېډېټ: رویترز (له ارشیف څخه)

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په شپه دغه هیواد کې د کورونا ویروس د «دویمې څپې» د مخنیوي لپاره نوي تدابیر اعلان کړل. د نوموړي په حواله سر له راتلونکې جمعه د ایل دو فرانس په ګډون د فرانسې په ۹ لویو ښارونو کې د شپې له ۹ د سهار تر ۶ بجو پورې د خلکو پر ګرځېدو را ګرځېدو بندیز لګول کېږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون چهارشنبه د اکټوبر ۱۴مه په یوه ټلویزیوني مرکه کې اعلان وکړ چې فرانسه د کورونا ویروس له دویمې څپې سره مخ ده او حکومت د دې کړکېچ د مهارولو لپاره نوي تدابیر اعلانوي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت پرېکړه کړې چې د کووید-۱۹ وبا د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لپاره د پاریس او ایل دو فرانس په ګډون په ۹ لویو ښارونو لکه ګرونوبل، لیون، اېکس مارسي، لیل، مون پلیې، روان، سنت اتین او تولوز کې د شپې له ۹ د سهار تر ۶ بجو پورې د خلکو پر ګرځېدو را ګرځېدو بندیز ولګول شوي.

دا بندیزونه به د راتلونکې جمعې له نیمې شپې (د اکټوبر ۱۷مه) عملي شي او ۴ اونۍ به دوام وکړي. د فرانسې حکومت به د راتلونکي ډېسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د یادو بندیزونو د تمدیدولو په صورت کې پارلمان ته مراجعه وکړي.

د دغه فرمان له مخې د شپې په ۹ بجو ټول دوکانونه، رستورانتونه، سینماګانو او د خلکو د راغونډېدو ځایونه وتړل شي. نږدې دوه اونۍ مخکې د فرانسې حکومت پاریس او ځینو نورو ښارونو کې د بارونو د تړلو اعلان کړی و. 

د سرغړونې په صورت کې نغدي جریمه

هغه کسان چې له دې بندیزه سرغړونه وکړي ۱۳۵ یورو به نغدي جریمه شي، خو د تخلف د تکرار په صورت کې به د جریمې مبلغ ۱۵۰۰ یورو ته لوړ شي. که چېرې څوک د درېم ځل لپاره له ګرځبندیزه سرغړونه وکړي ۳۷۵۰ یورو به نغدي جریمه او په ۶ میاشتو بند به محکوم شي. 

بل پلو د فرانسې لومړي وزیر ژانس کاستکس نن پنجشنبه وویل چې هغه کسان چې د شپې له خوا کار کوي او یا اورګاډو او الوتکو کې سفر کوي، له دغه بندیز څخه معاف دي. دغه راز ناروغ کسان او هغه خلک چې د خپلو کورنیو د زیان منونکو غړو کتنه کوي او یا غواړي چې خپل کورني حیوانات بهر ته وباسي، د یو رسمي سند په ډکولو او لاسلیکولو سره له کوره د وتلو اجازه لري.

د تلاشیو په صورت کې دغه سند چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت او حکومت په رسمي سایټونو خپور شوی په انلاین او یا کاغذي ډول پولیسو ته وړاندې کېږي.

د دغو مقرراتو پرته د فرانسې حکومت سپارښتنه کړې چې خصوصي غونډو کې د ګډونوالو شمېر باید له ۶ کسانو څخه زیات نه وي.

 

نورې ليکنې