له ارشیف څخه. د یونان او شمالي مقدونیې پر پوله پولیس د مهاجرو خیمې تلاشي کوي. کرېډېت: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه. د یونان او شمالي مقدونیې پر پوله پولیس د مهاجرو خیمې تلاشي کوي. کرېډېت: پېکچر الاینز

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې پرون پنجشنبه د اکټوبر ۱۵مه یې د مهاجرو په قاچاق ۱۰ تورن کسان نیولي دي. داسې ګومان کېږي چې دغو کسانو به له یونانه مهاجر نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالول.

د پولیسو په خبره دغه کسان چې د یو پلار او زوی یې په ګډون د شمالي مقدونیې اتباع دي په تېرو لسو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ مهاجر له یونانه مقدونیې ته انتقال کړي دي. یادو مهاجرو هڅې کولې چې د بالکان له لارې د اروپا لوېدیځو هیوادونو ته ځان ورسوي.

د شمالي مقدونیې د پولیسو ویاند توني انجلوفسکي زیاته کړې چې ډېری دغه مهاجر د افغانستان، پاکستان، سوریې، ایران، مصر اتباع وو چې په یونان کې اوسېدل.

ویل کېږي چې دغې ډلې د شمالي مقدونیې پلازمېنه سکوپه په ګډون په ۴ ښارونو کې د ترانزیت کورونو یوه شبکه درلوده او له هر یو مهاجر څخه به یې ۷۰۰ یورو اخیستلې.

د جرم ثابتېدو په صورت کې به دغه کسان په ۱۳کاله بند محکوم شي.

که څه هم په تېرو څو میاشتو کې د یونان او شمالي مقدونیې د روغتیایي کړکېچ له امله تړل شوې وې، خو قاچاقي ډلې لا هم سیمه کې فعالیت کوي..

د شمالي مقدونیې پولیس زیاتوي چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دغه هیواد پوله ساتونکو له یونانه مقدونیې ته د نږدې ۲۵۰۰۰ مهاجرو مخه نیولې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي وو چې ۵ تنه یې له یونانه دغه هیواد او له شمالي مقدونیې له لارې صربیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.

دغه ۵ کسان، چې د شمالي مقدونیې اتباع وو او په ډله کې یې دوه ورونه هم ول، په دې تورن دي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له یونانه نږدې ۱۰۰ افغان، پاکستاني، عراقي او نور مهاجر صربیا ته قاچاق کړي دي.

 

نورې ليکنې