یوناني پولیس. کرېډېټ: مهدي شبیل
یوناني پولیس. کرېډېټ: مهدي شبیل

د ځایي رسنیو په حواله یوناني چارواکو له ترکیې سره پر پوله د ازغنو سیمونو د لګولو لړۍ پیل کړې ده. تېره فبروري میاشت د ترکیې د اروپایي پولو تر پرانیستل کېدو وروسته زرګونو مهاجرو هڅې وکړې چې له سرحده په تېرېدو سره یونان ته ځان ورسوي.

د یونان ځایي رسنۍ کاتیمېریني د یو راپور له مخې یوناني چارواکو له ترکیې سره پر پوله د ازغنو سیمونو د لګولو د لړۍ پیل کړې ده. د دې پروژې موخه دا ده چې له ترکیې څخه یونان ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي. تر دې دمخه یوناني چارواکو ویلي وو چې د خنډونو د جوړولو پروژه به ۶۲،۹ میلیونه یورو لګښت ولري. ټاکل شوې چې له څلورو ساختماني شرکتونو څخه جوړ شوی کنسرسیوم د دغې پروژې کار مخ ته یوسي.

دا خنډونه به ۲۷ کیلومتره اوږدوالی او ۸ برجونه ولري چې د یوناني اردو تر ادارې لاندې به وي. راپور کې دا هم راغلي چې حکومت تصمیم لري هغه خنډونه چې په کال ۲۰۱۵ کې جوړ شوي نور هم پیاوړي کړي.

تمه ده چې د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د روانې اونۍ په پای کې د خنډونو د جوړولو کار څخه لیدنه وکړي.

یادې رسنۍ تېره شنبه د یونان د ولسي ساتنې وزیر میکالیس کریسوکویدیس له قوله ویلي وو چې د یونان پوځ به د «غیرقانوني مهاجرت او جرایمو» د مخنیوي لپاره پولې ته ۱۰۰ نور سرتېري واستوي.

د یونان حکومت تېره اګست میاشت اعلان کړی و چې په پام کې لري دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر ګډه پوله نور خنډونه جوړ کړي.

یونان د مهاجرو د مسلې په تړاو له ترکیې سره لانجمنې اړیکې لري. دغه هیواد د مهاجرو لپاره اروپا ته د راتګ دروازه بلل کېږي. د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال تر یو ملیون ډېر مهاجر د اروپا لوېدیځو هیوادونو ته د رسېدو په هیله یونان ته ننوتلي وو. دغه راز د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو ورسته زرګونو مهاجرو هڅې وکړې چې ځانونه یونان ته ورسوي.

 

نورې ليکنې