د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ له پاڼې څخه
د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ له پاڼې څخه

پرون یکشنبه د فرانسې د پا دو کلې د سنګات په یو ساحل کې د یو سړي جسد موندل شوی دی. د چارواکو په حواله دغه کس چې د ژغورنې واسکت یې اغوستی و «ښایي» یو له هغو مهاجرو وي چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

فرانسوي ژغورونکو ویلي چې پرون دوشنبه سهار یې د سنګات په یوه ساحل کې د یو سړي جسد موندلی دی. دوی زیاته کړې چې د نوموړي عمر د ۲۰ تر ۴۰ کلونو ترمنځ دی.

د پا دو کلې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې «داسې معلومېږي» چې دغه سړی د «ایران تبعه» وي. خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

بل پلو د بولونی سور مېر څارنوال پاسکال مارکونویل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د هوا حالاتو ښه والي له امله د تېرې اونۍ په پای کې ګڼو کسانو له مانش کانال څخه د تېرېدو هڅې کړې دي.

بیا ولولئ: برتانیا ښایي د مهاجرو د کښتیو د مخنیوي لپاره مانش کانال کې جالونه وکاروي

د ۲۰۱ مهاجرو مخه نیول شوې، ۱۷۰ تنه برتانیا ته رسېدلي

د پا دو کلې قومندانۍ په وینا فرانسوي ژغورونکو یوازې تېره شنبه د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ۲۰۱ مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده. خو ۱۰۲ تنه نور مهاجر له دغه کاناله په تېرېدو سره برتانیا ته رسېدلي دي.

بي بي سي بیا وایي چې د تېرې اونۍ په پای کې ۱۷۰ مهاجر چې په ۱۲ بېړیو کې سپاره ول برتانوي سواحلو ته رسېدلي دی. د یادې رسنۍ په حواله په روانه میاشت کې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۲۶۰ کسانو ته رسېږي. تېره سپټمبر میاشت ۱۹۱۵ کسانو د مانش له لارې ځانونه دغه هیواد ته رسولي ول.

فرانسوي چارواکو دغه راز یکشنبه سهار مانش کانال کې ۱۹۱ مهاجر وژغورل چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي.

د فرانسې خبري اژانس د سلام سازمان له قوله ویلي چې دوی کالې کې د یوې ښځې په ګډون نږدې ۱۵ مهاجر لیدلي چې په اوبو لیت پیت شوي وو. د دغو مهاجرو بېړۍ د سهار په ۴ بجو سمندر کې له خپل مسیره منحرفه شوې وه. دوی بیا تر کالې پورې په پښو مزل کړی و.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ بېګاه شپه وویل چې مانش کانال کې یی د ۴ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون ۶۵ مهاجر ژغورلي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یو مهاجر د بدن د حرارت درجه راټیټه شوې وه.

بل لور ته فرانسوي چارواکو تېره شنبه په دوه کایاک کې سپاره ۶ مهاجر ژغورلي او د فرانسې سرحدي پولیسو ته یې سپارلي دي. دغه راز ۱۶ تنه نور کسان چې په ډله کې یې یوه ښځه هم وه بولونی - سور - مېر ته څېرمه له ستونزې سره مخ شوي وو چې د کالې ژغورونکو له خوا وژغورل شول.

کامیابې او ناکامې هڅې

له څو میاشتو راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د پا دو کلې قومندانۍ له مخې په ۲۰۱۹ کې ۴ کسان مانش کې ډوب شوي خو د روان کال تر دې دمه دغه سمندر کې د مړو شمېر ۳ کسانو ته رسېږي. تېره اګست میشت یو سوډانی مهاجر چې غوښتل یې د مانش له لارې برتانیا ته ځان ورسوي دغه کانال کې ډوب شو. د نوموړي جسد د سنګات په یوه ساحل کې موندل شوی و.

بیا ولولئ: له فرانسې نه برتانیا ته د اوبو له لارې د کډوالو کمساری اوښتل

د پا دو کلې قومندانۍ له مخې د روان کال له پیله راهیسې فرانسوي چارواکو برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ لپاره د ۴۷۹ هڅو مخه نیولې، خو ۵۵۹ هڅې کامیابې شوې دي.  

 

نورې ليکنې